جلال اباد ـ لاريون: د فرخندې وژونکي دې په دار وځړول شي

د ننګرهار ولایت وسېدونکو او مدني ټولنو نن( شنبه /۴/ اپرېل) سهار د یو لاريون په ترڅ کې د فرخندې وژنه وغندله او د هغې قاتلینو ته یې د اعدام سزا غوښتنه وکړه.

د تیر کال د کب پر ۲۸ نیټه په کابل ښار کې په رڼا ورځ ۲۷ کلنه فرخنده نومې پیغله یو شمیر قهرجنو خلکو د شاه دوشمیشره جومات مخې ته د قران سوزونې په تور لومړی به سوګانو، ډبرو او کوتکو ووژله او بیا یې مړی وسوزاوه. 

په جلال اباد ښار کې دغه نننی لاریون (د افغانستان پیوستون ګوند)  سمبال کړی و.

  لاریون کونکي د جلال اباد ښار له درمسال له څلور لاري تر پښتونستان واټ پورې لاړل او د یوې غونډې په ترڅ کې یې له قضایه او اجرایه قوو د فرخندې د قاتلینو اعدام غوښتنه وکړه.

لاریون کوونکو ګواښ و کړ که دولت د فرخندې قاتلینو ته سخته سزا ور نه کړي دوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپله وروستۍ او د فرخندې وژنې قضیې ته په ځانګړې کړې وینا کې دا پیښه وحشیانه بللې او ټینګار یې کړی چې د عدالت په تطبیق کې به کوټلي ګامونه پورته او د دا ډول پیښو بیا تکرار مخنیوي له پاره لنډ مهالي او اوږد مهالي پروګرامونه ترلاس لاندې نیسي.

د کورنيو چارو وزارت  ددې قضیې په تړاو ویلي وو چې له ۴۶ کسان یې د فرخندې وژنې په تور نېولي دي چې ۱۷ هغه یې د پولیس دي او د ۱۱ نورو هغه تورنو پلټنې روانې دي چې د فرخندې په وژنه کې په لاس لرلو تورن دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام