په لوګر کې محلي پولیس غلاوو کې لاس لري

د لوګر مرکز پلعلم او محمداغې ولسوالۍ ځېنې اوسېدونکي شکایت کوي چې خپلو مسوولیتونو ته د پولیسو نه پام له امله، ناامنۍ او وسله‌والې غلاوې زیاتې شوي دي.

د دغو سیمو ځېنو استوګنو سلام‌وطندار ته وویل، د پخوا په پرتله یې سیمو کې ناامني او وسله‌والې غلاوې زیاتې شوي دي.

د مرکز پل‌علم دوه اوسېدونکي میرحمزه او الیاس وايي، په سیمو کې یې د کندوز او خوست ولایتونو ځنې نوي محلي پولیس ګومارل شوي دي.

دوی تور پورې کوي د دغو محلي پولیسو په ګومارل کېدو سره هدفي وژنې، وسله‌والې غلاوې او د ولسي‌وګړیو وهل‌ټکول دوه برابره زیات شوي دي.

دعوه کوي، دغه محلي پولیسو په غلاوو کې لاس لري او دا ټولې ستونزې د دوی له کبله دي.

دغه‌راز د محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکی ذاهدالله وايي، د نویو محلي پولیسو په ګومارل کېدو سیمه کې امنیت خراب شوی او د دوی ترولکې لاندې سیمو کې قومي مشران او ځوانان وژل کېږي.

دی وايي، دغه تشکېل په دې ناخوالو کې لاس لري او دې چارې پر امنیتي ځواکونو د خلکو شک زیات کړی دی.

خو د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وسله‌والو غلاوو کې د پولیس لاس لرل ردوي. وایي، که لاس لرل یې ثابت شي قانوني چلند به ورسره وشي.

مسوولان په پل‌علم او محمداغې ولسوالۍ کې د ناامنۍ ډېروالي او د نورو ولایتونو محلي پولیسو موجودیت مني. خو وايي، په هغو سیمو کې چې خلک نه غواړي د محلي پولیسو لیکو ته ورشي اړ دي د امنیت ټینګښت له‌پاره د نورو ولایتونو محلي پولیس هلته وګوماري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام