افغانستان په فوټبال کې مالدیف ته ستره ماته ورکړه

د افغانستان ۱۹ کلنې فوټبال ملي لوبدلې د نیپال په کوربتوب د سویلي اسیا ۱۹ کلنو فوټبال جام سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون له خوا خپره شوې خبرپاڼه وایي، چې افغانستان خپله لومړۍ لوبه کې د یوې یو اړخیزې لوبې وروسته د مالدیف خلاف ۱-۳ ګولونو سره بریا خپله کړه.

خبرپانه لیکي، چې افغان لوبډلې په پوره تیاریو سره په روان لومړي پړاو سویلي اسیا ۱۹ کلنو فوټبال جام ټورنامنټ کې برخه اخیستې ده، چې ښې پایلې به ولري.

ټاکل شوې ده، چې  افغان ۱۹ کلنه فوټبال ملي لوبډله به د خپل دویم ګروپ وروستۍ لیګ لوبه سبا له هندوستان سره ترسره کړي.

د افغانستان او هندوستان ترمنځ د سبا ورځې لوبه به د افغانستان په وخت مازدیګر ۴ نیمې بجې د نیپال په پلازمینه کټمنډو کې ترسره شي.

د نیپال په کوربتوب لومړې پړاو ۱۹ کلنو سویلي اسیا فوټبال سیالۍ د جمعې په ورځ د ۶ غړو هېوادونو ۱۹ کلنو فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ پېل شوې.

د سیالیو له پاره لوبډلې په ۲ ګروپونو ویشلي دي، چې په لومړي ګروپ کې کوربه نیپال له بنګله دېش او بوتان لوبډلو سره او افغانستان له هندوستان او مالدیف لوبډلې سره په ګروپ کې ځای لري.

د یادونې وړ ده، چې په سیالیو کې د سویلي اسیا ۲ غړو هیوادونو پاکستان او سریلانکا د نامعلومه دلایلو له کبله د نه لوبېدو پریکړه کړې ده.

د سیالیو د چارواکو د پلان له مخې به دغه ټورنمنټ د روانې اګست میاشتې په ۲۹ مه نیټه داتلې لوبډلې په اعلان سره پای ته ورسیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام