.jpg)
د فاریاب ولایت خواجه ناموسي ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي چې د جګړې له امله بې ځایه شوي؛ خبرداری ورکوي که دولت یې ستونزې حل نهکړي، نو په ډلهییزه توګه به ځان وژنه وکړي.
د دغو بې ځایه شویو کورنیو یو شمېر یې د جوزجان ولایت چرمګرخانه کلي په ویجاړو او کرايي کورونو کې اوسېږي.
دوی له حکومتي چارواکو ګیله لري، چې څو ځلې مرستندویو بنسټونو سروې کړې خو لا یې هېڅ مرسته نه ده کړې.
.jpg)
د جوزجان ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس سید طالب سادات د بې ځایه شویو خلکو ستونزې مني او وايي، دې ولایت کې د مرستندویه بنسټونو د مرستې رسولو ډول د اندېښنې وړ دی.
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري ډاډ ورکوي، ډېر ژر به بې ځایه شویو کورنیو ته مرستې ورسېږي.





