د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو نېټه راتلونکي اوونۍ اعلانيږي

د ملي شورا له خوا د ټاکنیزو کمېسيونونو د تشکیل، واکونو او دندو په اړه د ولسمشر د تقنیني فرمان له ردولو وروسته نن چهارشنبه (جنوري۶مه) د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا ډګر ته راووت.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس ډاکټر احمد یوسف نورستاني په کابل کې د يوې خبرې غونډې پرمهال وویل،  له یوه کال ډېره موده کيږي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون سياسي بڼه غوره کړې وه، خو د ملی شورا له خوا د ولسمشر د تفنیني فرمان له ردولو وروسته دغه کمېسیون په تخنیکي او مسلکي توګه خپلو چارو ته دوام ورکوي.

د نورستاني په وینا، د ملي شورا د دواړو مجلسنو له خوا د تقنیني فرمان په ردولو سره، د ټاکنیز نظام د سمون د کمېسیون او غوراوي کمیټې چارې هم پای ته ورسیدې.

د هغه په خبره، دغه دواړه بنسټونه، چې د تفاهم له مخې جوړ شوي وو، قانوني جواز نه لري او دوی به په راتلونکي اوونۍ کې د ولسي جرګې د ټاکنو نیټه اعلان کړي.

نورستاني زیاته کړه، که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون په روان کال کې د ولسي جرګې ټاکنو ته بشپړ چمتوالی درلود او د ټاکنو د ترسره کولو له پاره یې دوې نیټې هم ولسمشر ته وړاندې کړې وې، خو د حکومت نه چمتوالی د دې لامل شو، چې دغه ټاکنې په روان لمریز کال کې ترسره نه شي.

په همدې حال کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هم د ملي شورا له خوا دټاکنیزو کمېسیونونو د تشکلاتو، دندو او واکونو په اړه د ولسمشر د تقنیني فرمان له رد هرکلی وکړ.

د دغه کمېسیون رییس عبدالستار سعادت نن خبریالانو ته وویل، چې حکومت باید له قانون څخه لوړو هغو کارونو ته د پای ټکی کیږدي، چې د ټاکنیزو کمېسیونو د بې ثباتۍ لامل کیږي.

نورستاني د ټولو ټاکنو ترسره کول د دغه کمېسیون له اصلی دندو وبلل او زیاته یې کړه، چې له دې وروسته به د کمیسیون خپلواکي وساتي او هیڅ دولتي او غیر دولتي بنسټ ته به اجازه ور نه کړي، چې په چارو کې یې لاس وهنه وکړي.

د ویلو ده، چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د راپورته شویو ستونزو، د پراخو درغلیو د ادعاوو له امله د ټاکنو له بدنامولو  وروسته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کري په منځګړیتوب د دوو مخکښو نوماندانو ترمنځ د ملي یووالي پر حکومت هوکړه وشوه او په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د سمون راوستل د سیاسي هوکړه لیک مهم ټکی و.

د دې ترڅنګ اروپایي ټولنې هم ګواښ کړی و، که د افغانستان په ټاکنیزو کمېسیونونو کې سمون رامنځته نه شي له راتلونکو ټاکنو به مالي ملاتړ ونه کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام