په ننګرهار کې له نسبي سولې سره د مرغیو ساتونکې ډېر شوي دي

د جلال اباد ښار د وچ ډڼد لودیځې خوا ته، یوه کوڅه د مرغیو د کوڅې په نامه یادیږي. ویل کیږي پخوا دغلته د مرغۍ پلورونکو د لسو نه تر دولسو غرفې وې، خو اوس يې شمېر تر ۲۰ اوړي.

د مرغیو پلورنکي وايي، کاروبار يې د پخوا په پرتله ښه شوی او د مرغيو ساتوونکي هم ورځ تر بلط ډېرېږي.

۵۰ کلن عبدالغفور په همدې کوڅه کې د سړک تر غاړې ناست دی او په مخکې يې د مرغیو ګڼې پنجرې راځوړندې دي.

دی وايي، له ډېرو کلونو راهیسې د مرغانو د ساتلو مینه لري او نېږدې د لسو کالو راپه دې خوا يې د بېلابېلو مرغانو د پلورلو دوکان پرانیستی دی او د مرغانو بېلابېل ډولونه لکه: توتیان، مړزان، سیسۍ، زرکان، کنري یې د پېرلو لپاره راوړي دي.

غفور وايي، که څه هم دوی ته ډېرې مرغۍ لکه، کنري او واړه توتیان د چین، پاکستان او ایران نه راځي، خو په ورستیو کې په افغانستان کې هم یو شمېر کسانو فارمونه جوړ کړي، مرغان روزي او بیا يې بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کوي.

نوموړی وايي، پوهیږي، چې په پنجره کې د مرغیو بندول ګناه لري، خو د دوی شوق دومره زورور دي، چې نه شي کولی لاس ترې واخلي.

۴۵ کلن شېر محمد د ننګرهار د کږي ولسوالۍ استوګن ښار ته راغلی، چې د خپلو ساتلو شویو مرغیو لپاره پنجرې واخلي.

شېر محمد وايي، له کوچنیوالي نه د مرغیو له ساتلو سره مینه لري.

هغه وايي، چې پرته د مرغیو له ساتلو نه پرې وخت نه تېرېږي او چې سهار ملا اذان وکړي، نو د مرغانو د نیولو وسایل له ځان سره اخلي او پټيو او یا هم دښتو ته وځي.

شېر محمد وايي، د طالبانو د دولت له نسکورېدلو وروسته یو ځل بیا د مرغانو د ساتلو شوقیان ډېر شوي او خلک يې اوس په ازاد ډول ساتلی شي.

لس کلن رامیس چې د خپل پلار سره یو ځای د مرغۍ پلورلو او پیرلو کوڅې ته راغلی، وايي، په کور کې د مرغیو بېلابېل ډولونه لري، په خپله یې د نرګیس په نامه مرغان خوښېږي.

رامیس، چې د ښوونځي په څلورم ټولکي کې اول نمره هم دی، زیاتوي، چې خپل درسونه هم او کورسونه هم وايي، خو د مرغیو سره د مینې لپاره هم ځانګړی وخت لري.

حاجې عبدالرزاق میمله وال له تېرو دېرشو کلونو راهیسې د مرغیو ساتلو او روزولو شوق لري او اوس هم په کور کې نېږدې لس – دولس ډوله مرغۍ لري.

میمله وال وايي، چې چوکر کنري ډېرې با ارزښته مرغۍ دي، ځکه په ۵۰ دانو کې یواځې دوه دانې سره جوړه کېږي.

حاجې مېملوال زیاتوي په دې ورستیو کې د مرغانو ساتونکو شمېر ډېر شوی دی. په وینا يې اوس شوقیان ازاد دي او څوک يې نه تنګوي، نو ځکه خلک اوس په ډاده زړه باندې خپل شوق او ذوق پالي.

رازق، د مرغیو د شوق د ډېریدو لامل په هېواد کې نسبي سوله په ګوته کوي، هغه وايي له ننه ۱۳ کاله وړاندې د مرغانو شوقیانو په ډاډه زړه مرغۍ نه شوې ساتلې او په پټه به يې دا مینه کوله.

د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی حاجې محمد عالم، چې سپینې ږیرې يې ټول مخ پوښلی او د مرغانو په دوکان يې دېوال ته ډه ډه وهلې وه وايي، راغلی دی، چې دلته د مشدي په نوم یوه مرغۍ واخلي. د مشدي په نوم دغه مرغۍ له ایرانه راوړل کېږي او تر کنري وړه، خو ډېره ښکلې ده.

حاجې محمد عالم وايي، له تېرو ۲۵ کلنو راهیسې د مرغانو د ساتلو شوقي دي او تر اوسه يې هم دا مینه همداسې ځوانه ده.

د جلال اباد ښار د مرغیو د بازار یو بل تن دوکاندار روح الله، چې د مرغانو په کوڅه يې د مرغانو یو لوی دوکان جوړکړی دی، وايي، چې په دوکان کې یې د  چینايي، اسټرلیايي او افریقايي توتیانو تر څنګ هر ډول کوترې، زرکان، کنري، نرګس مرغۍ موجودې دي.

د روح الله پر وینا دوی د مرغانو د نارغیو درمل هم لري، ځېنې يې د پاکستان او نورو بهرنیو هیوادونو نه راوړل کیږي او ځېنې يې همدلته جوړېږي.

روح الله د مرغانو د ساتلو او د هغوی د مینه والو د ډېریدلو لامل په هېواد کې نسبي سوله او او فردي ازادي په ګوته کوي.

د روح الله خبره ده، چې تر دې وړاندې په افغانستان او ننګرهار کې د مرغانو فارمونه نه وو، خو اوس یو شمېر کسانو جوړ کړي دي.

خو دیني عالمان او انسان پال قشر د هر ډول ژوندي ساکښ بندي کول او هغوی له فردي ازادۍ نه بې برخې کول، د هغوی په حق کې ظلم بولي.

 دینې علم مولوي محمد غني فاروقي وايي، چې د اسلام مقدس دین د مرغیو ساتنه او په پنجرو کې بندول؛ منع کړي دي.

د مولوي فاروقي په خبره، څنګه، چې انسانان د ازاد فطرت سره نړۍ ته راغلي همداسې نور ژوندي مخلوقات هغه که مرغان وي او که نور حیوانات؛ د ازاد ژوند کولو حق لري او دا کار اسلام منع کړې ده.

له دې هر څه سره – سره د مرغانو ساتل او د سپیانو جنګول په افغاني ټولنه کې د یوې محدودې برخې د ورځینو فعالیتونو ترڅنګ د میراث د یوې برخې په ډول دود ګرځېدلی د.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام