۱۲۰ زره محروم ماشومان به له زده کړو برخمن شي

په پام کې ده، چې د امريکا د نړېوال پراختيايي ادارې له خوا په افغانستان کې ۱۲۰ زرو ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره شي.

په کابل کې د امريکا سفير مایکل مکينلي وویل، چې په افغانستان کې زیات شمېر ماشومان د ناامنيو له امله له زده کړو محرم شوي دي، چې د دغې برنامې له لارې به  ورته د زده کړو زمینه برابره شي.

په کابل کې د امريکا د سفیر په وينا، دغو ماشومانو ته په غېر رسمي محلونو لکه، جوماتونو، کورونو او نور اجتماعي ځایونو کې په تدریس کې د معارف وزارت له نصاب څخه ګټه واخیستل شي.

دغه پروژه د امريکا متحده ایالاتو د سفير، د یونیسف استازي، پوهنې، تحصیلات او ښځو چارو وزیرانو په حضور کې د امريکا په سفارت کې پرانیستل شوه.

ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو د نړېوال صندوق مرستيال ډاکټر بالاجي وویل، چې د دغې پروژې له لارې به د افغانستان په ۱۳ ولايتونو کې محروم ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره کړي.

د راپورونو پر بنسټ د امریکا د پراختیايي ادارې له لارې به په دغه برخه کې ۷۵ ميليونه ډالره ولګول شي.

په همدې حال کې د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي وايي، چې د سیمه ییزو ښوونځيو د جوړولو يواځنۍ موخه محرومو ماشومانو له پاره د زده کړو د زمينې برابرول دي.

دغه پروژه به د ۲۰۱۵ م ز کال د سپټمبر میاشت څخه پېل او تر ۲۰۱۹ م ز کاله پورې به دوام وکړي.

د یادولو وړ ده، چې دغه پروژه به یواځې د افغانستان په بامیان، دایکندي، فراه، غور، هرات، بادغیس، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، قندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو کې پلي کيږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام