طالبانو د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د پوهنې ریاست مسولانو ته اخطار ورکړی، چې د ښوونیز نصاب د ځېنو مضمونونو په لېرې کولو سره، یو شمېر دیني مضمونونه زیات کړي.
د شینډنډ ولسوالۍ د پوهنې ځای ناستي مدیر عبدالناصر مودودي سلام وطندار ته وویل، طالبانو ورته ویلي، چې په ښوونځیو کې دې د «تمدن او فرهنګ» د مضمونونو پر ځای دیني مضمونونه تدریس کړي.
مودودي زیاتوي، چې له دې اخطار وروسته زیاتې کورنۍ زړه نه ښه کوي، چې خپل اولادونه ښوونځیو ته ولېږي. هغه وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د امنیتي ستونزو له امله پرته له دوو ښوونځیو؛ نور ټول ښوونځي تړل شوي دي.
په ورته وخت کې د هرات ولایت د پوهنې رییس عبدالرزاق احمدي وايي، چې د شینډنډ ولسوالۍ د پوهنې مدیریت له مسولانو او قومي مشرانو سره یې د طالبانو د اخطار په اړه خبرې کړي دي او هغوی ژمنه ورکړې، چې د دې ستونزې د حل له پاره به له طالبانو سره خبرې وکړي.
د هرات ولایت د پوهنې ریاست مسولان وايي، چې د شینډنډ ولسوالۍ شاوخوا ۸۰ زره زده کوونکي لري، چې ۴۰ سلنه زده کوونکي یې نجونې دي.
له دې وړاندې هم د هرات ولایت د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په دغه ولایت کې د زیات شمېر ښوونځیو د دروازو د تړل کېدلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.





