د ناامنیو زیاتوالی، یو نامعلوم راتلونکی او بهرنیو هېوادونو ته پناه وړل، د دې لامل شوي، چې په تېزۍ سره په هرات ولایت کې د ځمکو او اوسېدلو ځایونه نرخونه راټیټ کړي.
د هرات ولایت د معاملاتي چارو د لارښوونې څښتنان وايي، د دې ترڅنګ چې د ځمکو او کورونو ارزښتونه راکم شوي؛ له پنځو میاشتو راهیسې د ګروۍ او د کورونو کراګانې هم راټیټې شوې دي.
د دوی په خبره، هغه کور چې پنځه میاشتې وړاندې په ۲۰۰ زره امریکايي ډالرلو پلورل کېدلو؛ اوس یې څوک په ۱۳۰ یا ۱۵۰ زره ډالره هم نه اخلي.
د معاملاتي چارو د لارښوونې څښتنان وايي، په هرات کې پخوا د ښه ځای ځمکه متر له ۶۰۰ نه تر ۷۰۰ ډالرو پلورل کېدله، خو اوس یې قیمت ۳۰۰ نه تر ۵۰۰ ډالرو ته راغورځېدلی دی.
د سلام وطندار د موندنو له مخې د هرات ښار په دننه کې د اوسېدلو په څو غورو ځایونو کې د تېر کار په پرتله د ځمکو قیمت ۴۰ سلنه راکم شوی دی. د د معاملاتي چارو د لارښوونې د څښتنانو پر باور، ډېرو افغانانو د ښې راتلونکې په اړه باور له لاسه ورکړی دی او د امنیتي حالاتو د خرابوالي او بې ثباته اقتصادي وضعیت له امله پانګه وال وېرولي دي، چې په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه نه کړي.
د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم په دې باور دي، چې ناامنۍ، د اقتصادي زېربېناوو له پاره د ځانګړي پلان نه موجودیت او د خلکو ناهیلي د دې سبب شوې ده، چې څوک خپله پانګه د ځمکې او کور پر اخیستلو بنده نه کړي. د هرات ولایت اوسېدونکي خبرداری ورکوي، که چېرې د ملي یووالي حکومت مشران د خلکو امنیت او اقتصادي حالت ته پاملرنه ونه کړي؛ د خلکو لوی تعداد به له هېواده ووځي.
د هرات د ولایتي شورا غړی حبیب الرحمان پدرام د هېواد د اوسني حالت پایله د ملي یووالي حکومت د یو کلن مزل لاسته راوړنه ګڼي او وايي، د حکومت مشرانو ونه شول کولی، چې د خلکو ستونزې هوارې او غوښتنې پوره کړي؛ نو اړ دي، چې خپله سرمایه له هېواده بهر وباسي.
هماغسې چې د هېواد سیاسي او امنیتي راتلونکی په مبهم حالت کې دی؛ د پېر او پلور بازار هم په همدې ډول متزلزل او بې ثباته حالت کې ولاړ دی.
معلومه نه ده چې دغه حالت به کله ښه کېږي، خو هرات د افغانستان د یو مهم ولایت په توګه له زیاتو ننګونو سره مخ دی.





