په سويلي حوزه کې د سترګو ناروغۍ زياتې شوي

د هېواد سويلي ولايتونو ډاکټران وايي، چې  په سویلي حوزه کې د ماین چاودنې، د هواککړتیا، د ګرمۍ لوړه درجه او د خلکو نه پاملرنې د سترګو ناروغۍ زیاتې کړې دي.

د سویلي حوزې د سترګو زیات ناروغان کندهار کې (نور) او میروېس روغتون ته مراجعه کوي.

د (نور روغتون) د سترګو ډاکټر سید محبوب شاه وايي، هره ورځ ۱۵۰ تنه د سترګو ناروغان ورته مراجعه کوي.

نوموړی وايي، په دې وروستیو کې يې ناروغان زیات شوي، چې اکثره يې د هلمند، فراه، زابل، روزګان او دایکندي ولایتونو څخه هم ورته راځي.

نوموړي زياته کړه، چې  دوی ته له اطرافونو او لیرې پرتو ولایتونو څخه هغه ناروغان راځي، چي سترګې يې زیاتې ضعيفې شوې وي او  ان د لیدو توان يې له لاسه ورکړی وي.

هغه وايي، په دغو ناروغانو کې ښځي، کوچنیان، زاړه خلک او ځوانان شامل دي.

 ناروغان وايي، د سختي مجبورۍ له امله کندهار ته راځي، خو لکه څنګه چې ښايي درملنه يې په هغسي بڼه نه کیږي.

دوی له دولته په کندهار او خپلو ولایتونو کي د سترګو د مجهز روغتونو غوښتنه کوي.

ناروغان وايي، د دوی په سیمو کې د سترګو ناروغۍ زیاتې او داسې ځای نه شته، چې مراجعه ورته وکړي.

اکثره ناروغان وايي، اقتصادي حالت يې ښه نه دي او نه شي کولای، چې هندوستان او پاکستان ته د درملنې له پاره لاړ شي.

د کندهار په میروېس حوزوي روغتون کې د سترګو متخصص ډاکټر همایون صدیق هم وايي، دوی ته اکثره داسې ناروغان راځي، چې سترګې يې د ماین په چاودونو کې تاواني شوي، یاهم د نه پاملرنې له امله یا د ښاري ککړتیا او ګرمۍ په سبب يې سترګو دید پرې ایښي وي.

متخصص وايي، هڅه يې داده، چې د خپلو امکاناتو سره سم د سترګو ناروغان تداوي کړي، خو کوم څوک چيېسخت مشکل ولري او دلته يې تداوي امکان ونه لري، نو کابل ته لیږي، ترڅو د مسلکي ډاکټرانو له خوا يې ښه درملنه وشي.

ډاکټران وايي، سترګه د انسان په بدن کې ډېر نازک او مهم غړی دی، که سمه پاملرنه ورته ونه شي، نو انسان له دې ستر نعمت څخه بې برخې کوي.

د سترګو ډاکټران د موټرسایکل، کمپیوټر، ټلویزیون د کارولو پرمهال د عینکو د استعمال توصیه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام