ولسمشر: هيڅوک دې د حکومت سقوط پر سر (قمار) نه وهي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې هيڅوک حق نه لري، څو د اوسني حکومت د پرځولو او سقوط پرسر قما ووهي.

هغه زياتوي، چې افغانستان ۵ زره کلن تاریخ لري، په زرګونه کلونه يې عمر دی او په زرهاوو نور کلونه به ژوندی وي.

افغان ولسمشر دغه څرګندونې نن سه شنبه د جون ۳۰ مه، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ١٣٢٥پرېکړه ليک د پلې کېدو اړوند د افغانستان ملي عملي پلان مخکتنه؛ ښځې، سوله او امنيت په باب جوړې شوې غونډې ته وکړې.

اشرف غني په دغه غونډه کې د افغانستان راتلونکی د نړېوالو او سيمو هېوادونو د مرستو پورې تړلي وباله.

محمد اشرف غني ټينګار وکړ، چې د افغانستان د بې ثباتۍ سره به سيمه او نړۍ بې ثباته شي، خو برعکس د دغه هېواد په ثبات باندې به هيڅ هېواد ته خطر پېښ نه شي.

نوموړي په افغانستان کې د بې ثباتۍ څخه د ځينو هېوادونو ناوړه ګټه اخیستو ته اشاره وکړه، چې همدا اوس په کندوز ولایت کې له لسو زيات بهرني ډلې د هېواد بې ثباته کولو له پاره وسله وال تخریبي کار کوي.

افغان ولسمشر یو ځل بیا وویل، چې جنګ پر افغانانو تپل شوی او دغه هېواد به هيڅکله هم له مخالفو وسله والو سره سوله د یو ضعیف موقعیت له لارې ونه وکړي.

ولسمشر په داسې حال کې د وسله والو مخالفینو سره د سولې او د تپل شوي جنګ په باب غږيږي، چې همدا اوس افغان امنيتي ځواکونه د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو مخالفينو سره په جګړه بوخت دي.

طالبان د پسرلي موسم د پېل سره سم د عزم په نوم خپلو بریدونو ته زور ورکړی او د دغو ډله ییز بریدونو په واسطه په دې توانېدلي، چې د افغانستان په ځينو ولايتونو کې ولسوالۍ د څو ورځو له پاره په خپله ولکه کې راولي.

ولسي جرګې هم د وروستيو ناامنيو په باب د اندېښنې په ښکار کولو سره وویل، چې امنيتي مسؤلین باید د هېواد امنيتي حالت او افغان ځواکونو ته جدي پاملرنه وکړي.

 

د مشرانو جرګې د دفاعي او امنيتي کمېسيون مشر نادر بلوچ نن سه شنبه د جون ۳۰ وویل، چې افغان امنيتي ځواکونه په بېلابېلو ولايتونو کې د دولت مخالفو وسله والو سره جګړه کوي او د دوی مقاومت د ستایلو وړ دی.

هغه وايي، چې افغان امنيتي ځواکونه باید تشویق شي، ځکه دوی د خلکو او حکومت په ملاتړ د هر راز ګواښ مخه نيولی شي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي اردو ځواکونو د هېواد په مختلفو سیمو کې يې ۸۶ بېلابېلو ځمکني او هوايي پوځي عمليات ترسره کړي دي.

د دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دغه نظامي عمليات د افغانستان په کندوز، کونړ، نورستان، سرپل، فاریاب او ننګرهار ولایتونو کې ترسره شوي دي.

وزیري وايي، چې افغان امنيتي ځواکونو د دغو ورستيو هڅونو له کبله پياوړي شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د ملي امنيت عمومي مشر رحمت الله نبیل د ولسي جرګې غړو ته وویل، چې په راتلونکو ۶ میاشتو کې به د افغانستان امنيتي وضعیت له دې هم خراب شي، خو دا يې هم وویل، چې دوی يې پر وړاندې کلک تدابیر نيولي دي.

خو بیا د کورنيو چارو وزیر نورالحق علومي وسله والو طالبانو ته په مشرانو جرګه کې خبرداری ورکړ، چې راتلونکي ۶ میاشتې به د دوی د نابودولو وختونه وي او د افغان ځواکونو له لوري به سخت وځپل شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام