غزني کې وسله وال ترور په زیاتېدو دی

د روژې مبارکې میاشتې له پیل نه تر اوسه پورې د غزني ولایت د پولیسو ۴ تنه کارکوونکي ترور شوي دي.

د غزني والي ویاند شفیق الله ننګ ساپي سلام وطندار ته په خبرو کې د دغو ترورونو د زیاتېدو پخلی وکړ او زیاته یې کړه، چې نن ورځ د (جون په ۲۱مه) د غزني د ښاروالۍ یو تن ساتونکی د موټرسایکل سپرو له خوا د دویمې حوزې په اړوند سیمه کې په ګولۍ ویشتل شوی دی.

د والي ویاند دا هم وویل، چې تېر ماښام د پولیسو د درېیمې حوزې په سیمه کې ۲ تنه امنیتي کسان د وسله والو تر برید لاندې راغلل، روغتون ته تر لیږدولو وروسته مړه شول.

ورته وخت کې د غزني ولایت د پولیسو قومندانۍ د امنیت امر سلام وطندار ته وویل، چې د پولیسو قومندانۍ یو تن پولیس، د روژې میاشتې په پیل کې د غبرګولي په ۲۸ په ډزو ووژل شو.

د والي ویاند او امنیتي مسولین وايي، چې تر دې مهال یې د دې ترورونو پر تړاو کومه ډله نه ده نیولې.

دوی وايي، چې دغه ترورونه ډېر د بې غږه تومانچو نه په واسطه شوي دي.

د تېر کال د روژې په مبارکه میاشت کې له ۱۵ تنو زیات د غزني ښار اوسېدونکې د بې غږه تومانچو په وسیله ترور شوي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام