د مرکزي بغلان لسګونو اوسېدونکو د طالبانو پر ضد پاڅون کړی او له حکومت نه غواړي، چې سلاح او مهمات په واک کې ورکړي، چې په خپله د خپلو سیمو امنیت خوندي کړي.
دغه پاڅون کوونکي وايي، امنیتي ځواکونو په دې نه دي توانیدلي، چې د دغو سیمو امنیت ټینګ کړي، نو له همدې امله لاس په کار شوي دي.
پاڅون کوونکو ډېر شمېر جهادي قومندانان جوړوي او د یاد ولایت له سرپرست والي غواړي، چې د طالبانو پر وړاندې په وسلو سمبال کړي.
د پاڅون کوونکو له ډلې يو تن د اميرګل په نوم وايي، چې پولیس د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی.
ارباب فرامرز یو بل پاڅون کونکی دی، نوموړي وايي چې چچني، داعش او طالب جنګیالي له پاکستانه زموږ هېواد ته راځي.
دی وايي چې "موږ په خپله خوښه سره پاڅون کړی، چې د دغو کسانو د رادننه کېدو مخه ونیسو"
د بغلان مرکزي ولسوالۍ د بغلان ولایت له ناامنه ولسوالیو نه ده، چې له ۱۳ کلونو را په دې خوا طالبانو په یاده ولسوالۍ کې نفوذ کړی دی.
دغه ولسوالۍ د طالبانو د فعالیتونو له مهمو ولسوالیو نه ده.
د بغلان سرپرست والي سلطان محمد عبادي د پاڅون کوونکو د دغه کار ستاینه وکړه او دوی سره یې د مرستیو ژمنه وکړه.
والي همدا ډول زیاته کړه، چې په دې اړه به یو کمېټه جوړه کړي او د خلکو غوښتنې به لوړ پوړو چارواکو ته ورسوي.
دا پاڅون په داسې وخت کې پیل کیږي، چې له دوه اوونیو را په دې خوا د بغلان ولایت په دهنه غوري، ډنډ غوري، برکه، بغلان مرکزي ولسوالیو باندې د طالبانو له خوا بریدونه شوي دي.
امنیتي چارواکي وايي، چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښتو کې ۵۰ طالبان وژل شوي او ۳۰ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
په دې نښته کې ۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۶ تنه نور يې ټپيان دي.
د امنیتي چارواکو په وینا په دې سیمو کې چاڼیز عملیات جریان لري.





