
کله چې موسیقي خرواري تولید ته ورسېږي؛ د هنري ارزښت رنګ بایلي او په یو بې ارزښته شي بدلېږي.
د افغانستان په ټول تاریخ کې د موسیقۍ هنر دومره بې کېفیته، مبتذل او له هره اړخه بې ارزښت شوی نه و، لکه په دې تېرو ۱۴ کلونو کې چې بې خونده شوی دی.
کیسه له دې ځایه پیلېږي، چې له نن شاوخوا ۱۰ کاله مخکې یو شخصي ټلوېزیون په کابل کې د یوې خپرونې له لارې په ځوانانو کې د موسیقي د جوهر په راپیدا کولو پیل وکړ.
«افغان ستوری» دا خپرونه د هند او بریتانیا کې له ځېنو ټلویزیوني چېنلونو رانقل شوې دی. په لومړیو کلونو کې ورته خلک، چې له جنګونو او د طالبانو له محدودیتونو نه راخلاص شوي وو، سخت خوشاله وو. خو ښايي ډېرو کمو خلکو په هغه وخت کې له ځانه پوښتلي وي، چې دغه خپرونه به د افغاني موسیقي په کوم لوري روانه کړي او څومره زیان به ور ورسوي.
له ۱۳ کلونو وروسته تر ټولو جدي پوښتنه دا ده، چې افغان ستوري خپرونې پر افغانۍ موسیقۍ کومې مهمې زیاتونې کړي او کومې لاسته راوړنې لري؟
د هېواد عظیمه برخه ځوانان په دې خپرونه کې ګډون کوي او له لسو تر پنځلسو تنو پورې ځوان سندرغاړي د موسیق کارو په کتار کې وراضافه کېږي.

خو له هغسې چې افغان ستوري خپرونه د موسیقۍ لومړي مراحل نه طی کوي؛ ځکه خو یې په ټولو کلونو کې د موسیقۍ او سندرغاړي په نامه سم عنصر نه دی تولید کړی.
یواځې د سندرغاړو په نامه شیان یې ټولنې ته وړاندې کړي، چې د موسیقي بازار یې په ولکه کې دی، کومه خوا یې چې خوښه وي؛ هماغه خوا یې ګرځوي.
باید وویل شي، چې دغې خپرونې د ګوتو په شمار څو د کار او حساب سندرغاړي فارغ کړي دي.خو تر ډېره یې د مبتذلې موسیقۍ سرلارې سندرغاړي بازار ته وړاندې کړي دي.
د افغان ستوري خپرونې د عامو خلکو په ذهن کې د سندرغاړي کېدلو معنا او مفهوم ته بدلون ورکړی.
د اروتیک نما هنګونو، د پاپ موسقۍ تېز ریتم د خلکو او رسنیو پاملرنه دغو ځوانو هنرمندانو خوا ته اړولې ده او کم وخت کې د مشهورتیا ډګر ته رسولي دي.
بسنه کوي، چې تاسو خپل چاپېریال ته پاملرنه وکړې؛ په ټکسي کې له لګول شوې موسیقي څخه نیولې ان تر کوڅې، ښار او د خوښیو په مراسمو کې موسیقي او هر ورځ هغه موسیقي چې موږ ته اورل کېږي بې ارزښته موسیقي او غیرمسلکي موسیقي ده.
نه شې ویلی، چې د دې پرېشانۍ لامل یواځې د افغان ستوري خپرونه ده، خو پوره ډاډ لرم، چې دغه خپرونه د دا ډول حالت لومړۍ درجه تولیدونکې ده.
د افغان ستوري خپرونې په لړ کې د هېواد تنکي ځوان سندغاړي د افغان ستوري هرې دورې له پای ته رسېدو سره سم له صحنې او د خلکو له ذهنونو تري تم کیږي.

په یوه شپه کې سندرغاړی مشهورېږي او په سبا یې د خلکو له هېره وتلی وي.
هغه شمېر یې چې غواړي په موسیقي کې کار وکړي، نو ټولې چارې یې یواځې د څو نڅاګرو د ګل او بلل په شاوخوا کې راټولوي.
دغه سندرغاړي یواځې د "سلام عزیزم دلم، در چمنت بلبلم" کیسې زمزمه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې دغه ډول بې محتوا او بې معنا موسیقي د ځواکمنو رسنیو په ملاتړ هر ورځ په څو څو وارې د غږیزو او انځوریزو رسنیو له لارې خپرېږي او دغه چاره د خلکو له پاره خورا ستونزمنه شوې، چې دوی فکر وکړي، چې له دې موسیقۍ ور هاخوا نوره موسیقي هم شته.
د ابتذال دغه لوی موج پر اورېدوونکو تاثیر کړی او دوی خلک دغه ابتذال خوا ته بېولي دي او دغه خلک هم د دې په لټه کې و، چې د موسیقۍ په بازار کې حضور ولري.
که د تاسو په یاد وي، هغه سندغاړي چې حرفه یې وو، د وخت په تېرېدو سره په بازاري هنر مندان شول.
د افغان ستوري خپرونه د اصیلي افغاني موسیقۍ د مرګ لامل شوه او د خلکو نظرونه یې د موسیقۍ په اړه بدل کړل.
ډېر کسان د ګل او بلل سندرې هنر بولي او د همدې په اورېدلو سره اوج ته رسیږي او خوند ترې اخلي.
په ټوله کې د دا ډول موسیقۍ ادامه د هېواد هنر له پاره ګواښونکې او نه جبران کوونکې ده.
هیڅوک له خپل ځان څخه نه پوښتي، چې د پنجوسمې او شپېتمې لسیزې موسیقي د ټولو کمویو سره د نن ورځې موسیقۍ په نسبت ارزښتمنه ده. او ولې اوسنۍ موسیقي په داسې حال کې ده؟





