ابراهیمي: د دولت وسله وال مخالفین باید د ملي ګټو په پار د سولې له بهیر سره یوځای شي

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي نن (چهارشنبه) د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل، په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو د استخباراتو په اوږده جګړه کې افغانانو ډېرې قربانۍ وکړي او باید د دولت وسله والو مخالفین د حقایقو په درک او د هېواد ملي ګټو ته په کتو د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

د ولسي جرګې رییس وايي، چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د نړۍ راټولو شویو مشرانو ته باید د ځورول شویو او جګړو ځپلو افغانانو غږ ور ورسول شي.

ابراهیمي همدا ډول د سولې له بهیرسره د حزب اسلامي یو ځای کېدوته هیله مندي وښوده او زیاته یې کړه، چې د سولې خبرې اترې باید افغانستان دولت له نورو مخالفو وسله والو ډلو سره هم دوامداره وساتل شي او د دولت په مخالفو وسله والو یې غږ وکړ، چې د جګړې پر ځای دې سیاسي مذاکره وکړي.

په ورته وخت کې د سولې انسټیټیوټ رییس یاسر احمدزي په کابل کې د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې کې وړاندیز وکړي، چې ټول سیاسي ګونډونه او مدني فعلان باید د بنسټیزې سولې له پاره یوه لاره غوره کړي.

احمدزي ټينګار وکړ، چې د سولې بحث باید پر یوملي بحث بدل شي، ترڅو له دې لارې ملي حل لار ورته ولټول شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د نوي نسل او ماشومانو له پاره په ښوونیز نصاب کې هم باید د سولې په نوم مضمون اضافه شي، چې تر څو خلک له جګړې کرکه وکړي.

د سولې انستیتیوت له سولې بهیر سره د حزب اسلامي د یوځای کېدو ملاتړ وکړ او زیاته يي کړه، حکمتیار باید د یو ملي شخص په توګه له دولت سره یوځای کار وکړي.

دوی دغه راز، زیاته کړه، د سولې له بهیر څخه امریکا نه باید ځان څنډې ته کړي ځکه پر وینايي، امریکا هم د افغانستان په جګړه کې کښېله خوا بلل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام