د اداري نظام پېچلتیا د منرالي زېرمو په برخو کې د سمون د خنډ لامل شوې

د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، چې د افغانستان د اداري نظام پېچلتیا د منرالي زېرمو په اړه د سمون په برخو کې د خنډ لامل شوې ده.

د کانونو او پټرولیم وزیر داود شاه سبا په کابل کې د افغانستان د منرالونو او پټرولیم د سرچینو د مدیریت مشورتي شورا ته وویل، چې دغه شورا د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا جوړه شوې ده او د کان ایستنې په برخه کې د پالیسۍ جوړول او لازمې سلامشورې ورکوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د کانونو او منرالي زیرمو په سکټور کې سمون یوازې د کانونو او پټرولیم وزارت دنده نه ده، ځکه پر وینا يې باید اړوندو بنسټونه د دوی په پرېکړو کې ګډون کړي وای.

د کانونو وزارت د خصوصي سکټور سره ۳۰۰ تړونه لري او د دې وزارت موندنې ښيي، چې سږ کال کې  خصوصي سکټور ۱۰ میلیونه ډالره خپل پور د بېلابېلو بهانو له امله نه دی ورکړی.

په همدې اړه د پانګونې د ملاتړ ادارې یا ایسا رییس محمد قربان حقجو وايي، چې خصوصي سکټور باید د خپل تړون له مخې خپل پورونه ورکړي او د سرغړونې پر وخت دې قانوني چلند ورسره وشي.

حقجو زیاتوي، چې دوی هم د دې پلویان دي چې د کانونو غلاکولو مخنیوی وشي او په دې سره خصوصي سکټور قانوني ودې ته هم مخه خلاصه شي.

د کانونو وزیر داود شاه سبا د کان ایستنې په برخه کې د تخنیکي ظرفیت او امنیت نشتوالی، د څارنې او روڼوالي کمښت، نیمګړي قوانین او نور سترې ستونزې وبللې.

نوموړي وویل، چې د هېواد د منرالي سرچینو د مدیریت له پاره تر راتلونکو درېیو کالونو پورې  ۲۰ مقررو ته اړتیا لیدل کېږي، چې تراوسه یو هم نه لري.

 

په همدې اړه غونډې ته د کانونو وزیر وویل، چې د جبل سراج د سیمنټو فابریکې هم خپل کار په ازمایښتي ډول پيل کړی، چې تر راتلونکې یو میاشت به دغه فابریکه پرانستل شي.

سبا زیاتوي، چې ډير ژر به د ګازو د چاڼ یوه د ستګاه د شمال په "یتیم تاق"کې پرانستل شي، چې پربنسټ به یې د مزارشریف کود برق او شیشو فابریکو د برېښنا ستونزې هوارې شي.

ده وویل، چې دغه دستګاه به په ۲۴ ساعتونو کې ۶۵۰ زره متره مکعبه ګازو تولید ولري او ترڅنګ به یې ۳۵۰ زره متره مکعبه اضافي ګاز د اوبو او برېښنا وزارت ته ورکړي.

له بل لوري اقتصادي شنونکي په دې باور دي چې لاهم په هېواد کې کانونو په برخه کې بنسټیزې پانګونې نه دي شوې.

اقتصاد پوه او د کابل پوهنتون استاد سید مسعود سلام وطندارته وویل، چې د افغانستان کانونه په ټوله کې پر امنیت پورې تړلي دي.

هغه زیاتوي، چې د کانونو په برخه کې پانګونه لاهم خیالي تر سره شوې.

یاده دې وي، چې له دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شول، چې د افغانستان په غزني ولایت کې وسله وال طالبان د پاکستاني انجینرانو په مټ د هېواد قيمتي معادن پاکستان ته قاچاقوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام