د افغانستان د عالمانو شورا د پاکستان دیني عالمان مناظرې ته وننګول

د عالمانو شورا مشرتابه پلاوي د افغانستان روانې جګړې په تړاو د پاکستان د جمعیت علما رییس مولانا فضل الرحمان څرګندونې غیرمسوولانه وبللې.

د افغانستان د عالمانو شورا په کابل کې د خبري غونډې پرمهال له پاکستاني عالمانو وغوښتل د اسلامي نړۍ د عالمانو په حضور کې دې د افغانستان له عالمانو سره مناظره وکړي.

د دې شورا ویاند مولوي محمد قاسم حلیمي وايي، مولانا فضل الرحمان علمي دریځ او اعتبار نه لري؛ خو د یو بېثباته سیاستوال په توګه د پاکستان د استخباراتو په لارښوونه د خپلو ګټو له‌پاره د افغانستان د خلکو خلاف منفي تبلیغات کوي.

د حلیمي پروینا، په پاکستان کې محکمې د انګریز د قانون پر بنسټ پرېکړې کوي په داسې حال کې چې د افغانستان محکمو ټولې پرېکړې د اسلامي قوانینو پر اساس دي.

حلیمي زیاته کړه، مولانا فضل الرحمان د افغانستان په جوماتونو، ښوونځیو، لویو لارو او روغتونونو کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې جهاد بولي چې دا ډول عملونه د خوارجو او تکفیریانو په څېر دي.

دغه راز مولوي حلیمي په تخار ولایت کې د یو جومات امام مولوي مبشر هغو څرګندونو په اړه چې ښځې يې ناقص‌العقل بللي وویل، دغه ملا د عالمانو شورا سره رسمیت نه لري او دا د ښځینه‌وو په اړه د عالمانو شورا دریځ نه دی.

د حلیمي پروینا ښځې په اسلام کې لوړ او باعزته ځای لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام