هلمند کې د پو ځي عملیاتو بهیر کې له ۲۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي دي
چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې تر ۲۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي دي، چې د دوی په خبره لا هم عملیات روان دي.
دغه عملیات چې د سلواغې پر ۲۶ مه نېټه پیل شوي دي د ملي اردو تر څنګ په کې د عامه نظم پولیسو او ملي امنیت ځواکونو هم ونډه اخیستې ده.
د ۲۱۵ میوند قول اردو د عامه اړیکو مسول وايي چې د دوی دغه ګډ عملیات د هلمند په جنګ ځپلې ولسوالۍ سنګين کې روان دي.
محمد رسول ځاځي له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل چې د دولت وسله والو مخالفینو ته يې درانه زیانونه اړولي دي او په وژل شویو کې یو بهرنی هم شامل دی.
نوموړی وايي: «ددغو عملیاتو مشري د دفاع وزرات او په هلمند کې د۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان دادان لونګ پرغاړه لري.»
محمد رسول ځاځی وايي چې تر اوسه يې ۲۴ کسان وژلي، د ماینونو یوه فابریکه يې له منځه وړې او هم يې د هیروینو یوه فابریکه ويجاړه کړې ده.
نوموړي وړاندې وویل چې د نادعلي والسوالۍ د لوي مانده په سمیه کې يې هم ۳۴وسله وال طالبان وژلي او ۲۴تنه نور ژوبل کړي دي.
پر سنګین ولسوالۍ تېر – ۲۰۱۴م – کال ددولت وسله والو مخالفینو پراخ برید کړی و چې په ترڅ کې یې دواړو لورو ته د سردرانه زیانونه هم اووښتي و.
د ۲۱۵ میوند قول اردو د عامه اړیکو امر وایي "دغه عملیات به دهلمند په شمالي ولسوالیو کې د ډاډمن امنیت تر ټینګیدو پورې روان وي".
بل لوري ته دهلمند د سرپرست والي ویاند عمرځواک وایي چې عملیاتو کې پراخې سیمې تر دولتي واکمنۍ لاندې راغلي دي، ځواک له سلام وطندار سره په خبرو کې وويل چې دوی د ملکي وګړو له تاوانه د بچ کېدو هڅه کوي، "د انتنونو، فتح محمدخان او شکر شیلي سیمو کې عملیات پیل کړي، سیمې مو نیولي هم دي او دوښمن ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده خو کره شمیره یې نه ده مالومه "
له بله اړخه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپره کړې خبرپاڼه کې دوی ته اوښتي زیانونه رد کړي او ويلي يې دي چې تر اوسه يې دوه ټانګونه تخریب کړي او اتلسو امنیتي ځواکونو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې.
د هلمند په شمالي ولسوالیو کې د پراخو چاڼیزو عملیاتو خبر داسې مهال ورکول کیږي چې ویل شوي د دغو عملیاتو لپاره شاوخوا۷۰۰۰ زره سرتېري رابللي چې د توپچي او هوایي ځواک ملاتړ هم ورسره شته.
هلمند د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې له یوې خوا د طالبانو ستر مرکز او له بلې خوا ان په نړیواله کچه د نشه یي توکو تولید له پلوه هم مشهور بلل کېږي.
داسې رپوټونه هم شته چې وایي ددولت مخالف وسله والې ډلې د هلمند د تریاکو له لارې هرکال میلیونه ډالر ترلاسه کوي او ځینې شنونکي د هلمند جګړې د تریاکو جګړې هم بولي.





