پوتين: خوشاله یو، چې په افغانستان کې يو تجربه کاره شخص قدرت ته رسېدلی

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وايي، دوی ته دا د خوشالۍ خبره ده چې د افغانستان واګې او قدرت یو تجربه کاره شخص ته رسېدلی.

نوموړي، چې د روسيې په اوفای ښار کې د شانګهای په ۱۵ مه غونډې کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرې کولې دا هم وویل، چې ولسمشر غني د بن کنفرانس راهیسې پېژني او نوموړی د بن کنفرانس د بيانيې په برابرولو کې اړين رول لوبولی دی.

پوتين زیاته کړه، چې روسیه به د افغانستان د امنيتي وضعيت په عادي کولو کې خورا اړين رول ولوبوي.

افغان ولسمشر د دغې کتنې په څنډه کې وویل، چې د افغانستان اوسنی اقتصادي وضعیت لکه د روسيې د څو کلونو وړاندې په شان د کړکېچ سره مخ دی او هيله يې وښوده، چې د پوتين په شان به دی هم افغانستان له دغو اقتصادي کړکېچونو وباسي.

نوموړي روسیه د افغانستان یو ستراتيژيک او مهم ګاونډ یاد کړ او زياته يې کړه، د يوې سيمه ييزې اجماع په وسیله به په افغانستان کې د سولې هلې ځلې واقعي او دغه هېواد امن کړو.

همدارنګه تېره ورځ پوتين اعلان وکړ، چې د افغانستان له پاره به د روسيې هېواد له خوا بار وړونکي موټرې په وړیا توګه ورکړل شي.

له دې وړاندې بیجينګ هم د افغانستان څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او ژمنه يې وکړه، چې د افغانستان د هوايي ځواکونو د پياوړي کولو له پاره به لازمې مرستې وکړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام