
د لوګر ولایت څخه را رسېدلي راپورونه وايي، چې د دغه ولایت په پل علم کې د وسله والو له لوري د ماین پاکۍ پر يوې موسسې برید شوی.
د لوګر سیمه ییز چارواکي د یادې پېښې د تایید ترڅنګ وايي، چې نامعلومو وسله والو د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د ماين پاکۍ د يوې مؤسسې پر دفتر تېره شپه( یک شنبه می۶مه) ناوخته بريد کړی او د اوو موټرو د سوځولو تر څنګ يې د دغې مؤسسې څلور کارکوونکي له ځان سره بيولي دي.
اخوا د لوګر د والي ویاند سلیم صالح سلام وطندار ته د دغه خبر د منلو ترڅنګ وايي، چې پېښه د پل علم اړوند "التمور" سیمه کې شوې ده.
سیمه چارواکي وایي، چې د دغو ماین پاکوونکو د خلاصون په موخه کوښښونه روان دي.

د لاس ته راغلو راپورونو له مخې ویل کیږي، چې برید د "جانوس" په نوم د ماین پاکۍ پر یوې موسسې شوی دی.
جانوس هغه موسسه ده، چې له دې وړاندې يې د "سټرلینک" په نوم چارې پر مخ بیولې، چې اوس یې په نوي نوم فعالیت پېل کړی دی.
وسله والو د برید پر مهال د یادې څلور کارکوونکي یې له یوه موټر سره بیولي دي.
یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې دا څووم ځل دی، چې د یادې موسسې کارکوونکي په لوګر ولایت کې په نښه کیږي.
د ویلو ده، چې تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دغې پېښې پړه پرغاړه نه ده اخیستې.





