.jpg)
د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن (یک شنبه) د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل، قوي احتمال دی، چې د طالبانو مشر ملااخترمحمد منصور د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی وي.
عبدالله زیاته کړه، چې د امریکا حکومت تېره ورځ افغان حکومت ته په دې اړه معلومات ورکړي وو.
نوموړي وویل، چې د ملامنصور د وژل کېدو په اړه به نور جزیات وروسته شریک کړي.
د امریکې د دفاع وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼې کې هم راغلي دي: «د امریکا پوځ د افغانستان او پاکستان په لرې سرحدي سیمې کې د طالبانو په مشر ملا اختر منصور هوایي برید کړی.»
پنټاګون وايي، چې دوی د شوي برید د کره پایلو په ارزونه لګیا دي.
په ورته وخت کې په پاکستان کې هم د طالبانو د اوسني مشر ملااختر محمد منصور د وژل کېدو خبر د دغه هېواد په رسنیو کې ګرمه موضوع ده او تایید شوې ده.
په دې اړه د کوزې پښتونخوا ازاد خبریال رزاق برق له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې په پاکستاني رسنیو کې د ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو خبرونه شته، خو د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.
برق وايي، چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د بلوچستان ایالت په احمدوال سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
برق له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې احمدوال سیمه له کوټې نه د سوېل خوا ته ۱۰۰ کیلو متره لرې پرته ده او زیاتوي، چې احمدوال سیمه د ایران له زیدان او د هلمند له برامچه سیمې سره نږدې موقیعت لري.
احمدوال کوچنی کلی دی، چې شاوخوا ۴ زره کورنۍ په کې اوسېږي او استوګن یې بلوچان او پښتانه بړېڅ دي.
برق وايي، احمد وال سیمې ته نږدې د ګردي ځنګل په نوم یو کمپ پروت دی او په دې کمپ کې ۴۰ زره افغانان مېشت دي.
دی د سیمې د ارزښت په اړه وايي، چې په دې سیمه کې ملا داد الله هم وژل شوی وو او زیاتوي، چې د پاکستان حکومت په دې سیمه کې ۶۰ زره ملېشې ځای پر ځای کړي دي.
طالبان د ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو خبر رد کړی دی.
له دې مخکې هم د طالبانو او القاعدې مشران په پاکستان کې وژل شوي دي.





