د هلمند ولایت لسګونه موټر چلوونکي او سلګونه د سیمې اوسیدونکي وايي، چې له څه مودې راهیسې يې د وسله والو طالبانو له خوا د دوی د تګ راتګ مهمې لارې بندې شوې دي او له دې امله هره ورځ له سختو کړاونو سره مخ دي.
دوی وايي، د خپل ضرورت رفع کولو له پاره مجبور دي، چې د لسو دقیقو مستقیمه او اسانه لاره د امنیتي ستونزو له امله کږه کړي او د نورو خواو څخه له ساعتونو مزل وروسته خپل هدف ته ځان ورسوي.
د ناوې، نادعلي، ګرمسیر، خانشین، دیشو او مارجې ولسوالیو اوسیدونکي زیاتوي، چې د وسلهوالو له خوا يې ټولې لارې د ځمکني ماینونو په واسطه پوښل شوې دي.

دوی له وسلهوالو طالبانو وغوښتل، چې د عامو خلکو پرمخ دې ستونزې نه جوړوي، ځکه پر وینا يې په کږو وږو لارو د موټر تګ د زیاتو موټرو د چپه کېدو لامل هم شوي دي.
اوسمهال د یادو ۶ ولسوالیو د لارې بندېدو له امله ۳۰ دقیقې لاره په ۴ ساعتونو کې وهل کيږي او د ۵۰ افغانیو کرایه ۲۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د هلمند والي حیاتالله حیات هم د خلکو ستونزې مني او وايي، چې د میوند قهر په نوم دویم پوځي عملیات به ډېر ژر پېل شي، تر څو هغه ولسوالۍ ، چې وسلهوال طالبان پر حاکمیت لري بېرته د دولت تر ولکې لاندې شي.
د هغه پر خبره د دغو عملیاتو په نتیجه کې به ناوه، ګرمسېر، نادعلي، مارجه او د لښګرګاه ښار څلورمه امنیتي حوزه هم د وسله والو طالبانو له منګلو خلاصه شي.
حیات زیاتوي، چې اوسمهال د دغو عملیاتو پر پلان باندې کار روان دی او له ولسونو سره هم خبرې شوې، چې څلور ورځې وروسته به یې پېل کړي.
خو د وسلهوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا سلام وطندار سره د ټېلفوني اړيکې پر مهال ویلي، چې دوی لويې لارې د ملکې خلکو پر مخ خلاصې کړې دي، خو دولتي چارواکي پر دغو لارو تګ راتګ نه شي کولای.
د هلمند د جنوبي ولسوالیو اوسیدونکي په داسې حال کې د لويو لارو د بندېدو له ستونزو کړيږي، چې ویل کیږي له تېرو دوو میاشتو راهیسې د ځمکني ماینونو او لویو لارو د بندیدو له امله شاخو ۱۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي او تر۱۰ ډیر یې ټپيان شوي دي.





