په بلخ کې خلک د حقوقي قضیو حل له‌پاره ولایتي شورا ته ورځي

د بلخ ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، فساد او بډې اخیستل د دې لامل شوي، چې د بلخ خلک په عدلي او قضايي بنسټونو بې باوره شي.

د دې ولایت ځینې استوګن وايي، ډېر ځله مجبوریږي، د خپلو ستونزو حل په برخه کې د عدلي او قضايي بنسټونو پر ځای نورو ادارو ته ورشي.

د رحمت الله په نوم د بلخ یو اوسېدونکي سلام وطندار ته وویل، په عدلي او قضايي بنسټونو کې پراخ فساد موجود دی، خلک د محکمې په پرېکړې باور نه کوي او د خپلو حقوقي قضیو حل له‌پاره ولایتي شورا ته ورځي.

دغه راز د آزآده په نوم یوې مېرمنې وویل، محکمې ته له مراجعې سره سم د دروازې ساتونکي هم د خپلې لارښوونې په برخه کې پيسې غواړي.

نوموړې وايي، په عدلي او قضايي بنسټونو کې فساد دومره بنسټیز شوی، چې که هېڅ جرمي دوسیه ونه لري او د عادي کار له‌ پار مرجعه وکړې؛ له پیسو پرته د کار خلاصول ناشوني دي.

آزآده وايي، خلک د خپلو ستونزو حل له‌‌پاره ولایتي شورا او نورو ادارو ته ورځي.

په بلخ کې حقوقي کارپوه محمد رفیق برومن په عدلي او قضايي بنسټونو کې د فساد په اړه وايي، خلک د خپلو ستونزو د حل په موخه قومي مشرانو او ولایتي شورا ته ورځي.

دی وايي، په محکمه کې د قضیو حل زیات وخت نیسي او د موجوده فساد له کبله لګښت پرې راځي.

د بلخ ولایتي شورا مرستیال سید عبدالله مسرور د خلکو شکایتونه مني او وايي، خلک د خپلو قضیو د څېړلو او حل له‌پاره دوی ته ورځي.

مسرور وویل، دوی د خلکو او عدالي او قضايي بنسټ ترمنځ د اړیکو د یو پول په څېر کار کوي.

دغه راز په بلخ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له قوانینو د خلکو ناخبري په عدلي او قضايي بنسټونو کې د فساد زیاتوالي لامل بولي.

په دې تړاو د بلخ ولایت عدلي او قضایي بنسټونه مرکې کولو ته حاضر نه شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام