د لوګر سلګونه اوسیدونکیو د ملکیان د وژلو په غبرګون لاریون وکړ

د لوګر لاریونوالو سلام وطندار ته وویل چې تېره شپه افغان ځانګړيو ځواکونو د محمداغې ولسوالۍ په ابازک سیمه کې د ملنګ او شهسوار په کورنو ځمکني او هوايي عملیات کړي‌دي.

دوی وایي، په عملیاتو کې ۸ ملکیان وژل شوي ۱۲ ټپيان او ۱۷ بې‌ګناه یې له ځان سره ژوندي وړي دي.

لاریونوال نورالله تره کی او نقیبب الله وایي، وژل شویو کسانو کې ۶ ماشومان هم شامل دي. دوی ګواښ کوي، که‌چېرې د تېرې شپې د ملکيانو د وژنې عاملان مجازات نه‌شي؛ دوي خپلو مدني حرکتونو ته به دوام ورکړي.

بله‌خوا د لوګر د محمداغې ولسوال نورمحمد عبیدي سلام طندار ته وویل چې په یاده پېښه کې ۸ ملکیان وژل شوي او د پېښې د کره‌والي په موخه سیمې ته یو پلاوی استول شوی‌دی.

عبیدي وایي چې په عملیاتو کې وسله‌وال مخالفان هم وژل شوي‌دي.

همدارنګه د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي سلام وطندار ته یوازې د محمداغې ولسوالۍ په ابازک سیمه کې پوځي عملیات مني؛ خو سلګونو لاریونوالو د لوګر د محمداغې ولسوالۍ په زاهداباد بازار کې د کابل – ګردیز لویه لاره تړلې ده.

ښاغلی احمدزی وايي چې عملیات له پلازمېنې رهبري شوي او د ملي امنیت صفر یو قطعې کړي چې د لوګر امنیتي ځواکونو سره پرې همغږي نه وه شوې.

د داسې مهال ده چې په وروستیو کې د لوګر امنیتي وضعیت خراب شوی او ډېر شمېر کورنۍ پلازمېنې کابل ته کډه شوې‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام