له کونړه ولسي جرګې ته د نوماند درې کمپاینران وژل شوي

له کونړه ولسي جرګې ته نوماند عطاالله ساپي سلام وطندار ته وویل، تېره شپه افغان ځواکونو د هغه په کور کې د هغه د کورنۍ ۳ غړي او کمپاینران وژلي دي.

دی وايي، دقیق نه پوهېږي چې دغه ځواکونه د کوم ارګان اړوند وو؛ خو د هغه له کور سره نږدې په یوه بل کور د چاپې او د دوو کسانو د نیولو نه وروسته یې د هغه پر کور هم برید کړی‌دی.

دا نوماند وايي، کسان یې بې‌ګناه او د ده د کورنۍ غړي او کمپاینران وو چې د هغه په حجره کې وژل شوي.

دا پېښه د کونړ ولایت نرنګ ولسوالۍ شړلو کلي کې شوې‌ده. د دې ځای یو اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، کومانډو ځواکونو سیمه کې د ثمرګل په نوم د یو کس پر کور چاپه وهلې وه چې د هغه له نیولو وروسته د یاد نوماند وژل شوي خپلوان د پیرې پر مهال له کومانډویانو سره په جګړه اخته شوي او بیا یې وژلي دي.

د کونړ د ولایتي شورا غړي محمد ساپي هم سلام وطندار ته ویلي، بهرنیو او کورنیو ځواکونو د نرنګ ولسوالۍ په شړلو ډاګ سیمه کې د عملیاتو پر مهال د یو نوماند ۳ ساتونکي وژلي او له یادې سیمې یې ۲ کسان له ځانه سره وړي دي.

تر اوسه د کونړ چارواکیو په‌دې اړه معلومات نه‌دي ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام