له ملا عمر وروسته د جلال الدين حقاني د مرګ خبر هم ورکړل شو

تازه راپورونه وايي چې پخوانی جهادي رهبر او دحقاني شبکې مشر جلال الدين حقاني هم مړ شوی دی

پاکستاني رسنيو په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې د حقاني شبکې دغه مشر۱۶ میاشتې وړاندې مړ شوی او په خوست ولایت کې خاورو ته سپارل شوی.

د ایکسپرس په نوم دپاکستان خصوصي تلویزون وايي چې د جلال الدین حقاني دمړينې خبر طالبانو هم تاييد کړی دی.

جلال الدين حقاني د شوري په خلاف د جهادي رهبرانو په منځ کې مشهوره څېره وه او په پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د سرو لښکرو پر وړاندې جنګېده.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال جلا الدين حقاني خپل کارونه او فعالیتونه کم رنګ کړل خو په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې کله چې امريکايي ځواکونو د طالبانو د امارت نسکورېدو له پاره افغانستان ته راغلل، حقاني دخپلو پلویانو سره یو ځل بیا د بهرنيو ځواکونو په خلاف ټوپک پورته کړ او له وزیرستانونو یې خپلې جبهې رهبري کولې.

په ۲۰۰۸ کال کې په خوست کې د امریکايانو په یوه استخباراتي اډه له برید وورسته چې زیات لوړپوړي استخباراتي مامورين په کې وژل شوي و حقاني شبکه په رسنيو کې د بحث وړ موضوع وګرځېده.

له هغې وروسته څو نور لوی لوی بریدونه هم د حقاني شبکې له لورې په افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو ترسره شول.

امريکا په وار وار سره له پاکستانه غوښتنه کوله چې د حقاني شبکې په خلاف عملیات وکړي او له پخو یې وغورځوي.

په ورستيو کې په کابل او نورو ولایتونو کې سخت او حساس بريدونه دهمدې شبکې له لورې ترسره شوي و او افغان امنیتي ادارو یې هم تور پر حقاني شبکې اچولی و.

 جلال الدين حقاني ۳ زامن مشهور و چې یو یې د بې پېلوټه الوتکې په برید کې، او بل یې په اسلام اباد کې نا معلومو وسله والو وواژه.

دریم زوی یې سراج الدین حقاني دی چې په خلیفه مشهور دی او د حقاني شبکې مشري په غاړه لري.

راپورونه وايي چې معلومات په ډاګه کوي چې جلال الدین حقاني په خپل ژوند خپل زوی خلیفه سراج الدین حقاني د خپل ځای ناستي په توګه ټاکلی و، چې اوس طالبانو مشرانو د ملا اختر محمد منصور د مرستیال په توګه ټاکلی دی.

د ایکسپرس سرچينو دا هم ویلي دي چې حقاني په خپل طبعي مرګ مړ شوی و.

تر اوسه افغان حکومت یا کومې بلې معتبرې سرچينې ددې خبر د رد او تایید په اړه څه نه دي ويلي.

تېره اونۍ د طالبانو د مشر ملا عمر د مرګ اوازه هم راپورته شوه چې بیا افغان حکومت تایید کړه او زیاته یې کړه چې ملا عمر په ۲۰۱۳ کال کې مړ شوی و.

د طالبانو د مشر ملا عمر د مرګ دخبر له تایید وروسته لومړی پیښه د سولې خبرو د دویم پړاو ناسته وه چې تر نامعلومه وخته وځنډېدله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام