د ۳۱ برمته شویو مسافرو نه ۱۹ تنه ازاد شول

د غزني ولایتي شورا رییس خالقداد اکبري وايي، چې په زابل ولایت کې  ۱۹ تنه برمته شوي مسافر څو ساعته مخکې د جاغوري ولسوالۍ په سیمه تبادله شول.

اکبري وايي چې پاتې برمته شویو مسافر به په دویم پړاو کې تبادله شي.

د شورا رییس وایي، چې دغه برمته شوي کسان په داسې سیمې کې دي چې هلته ټیلیفوني شبکې کار نه کوي.

سرچینه وايي، چې د جاغوري ولسوالۍ چارواکو د یادو کسانو د انتقال له پاره چمتوالی نیولی دی.

دغه کسان د تېر کال د کب په ۴مه له کندهار نه کابل ته په لاره وو، چې د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ په سیمه کې د مخ پټو وسله والو له خوا برمته شول.

د برمته شویو کورنۍ او یو شمېر مدني فعالانو حکومت د برمته شویو مسافرو په تړا څو ځلي په بې پروايۍ تورن کړی و او زرنګار پارک کې د تحصن خیمې درولې وې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام