د افغانستان او پاکستان سوداګریزو خونو د سولې له خبرو ملاتړ وکړ

د افغانستان او پاکستان د ګډو سوداګریزو خونو چارواکیو د سولې له څلور اړخیزې غونډې ملاتړ اعلان کړ.

د ګډې سوداګریزې خونې پخواني رییس تېره ورځ (چهارشنبې) په کابل کې په یوې خبري غونډه کې وویل، چې "موږ افغان او پاکستاني سوداګر له واقعي سولې ملاتړ کوو او په یو غږ سره له افغانستان او پاکستان څخه غواړو چې د سولې په برخه کې ريښتني ګامونه واخلي".

د دواړو هېوادونو د ګډې سوداګرۍ خونې استازي وايي، چې د افغانستان او پاکستان وروستیو سیاسي جنجالو سوداګرو ته زیات ورساوه.

د ګډې سوداګرۍ خونۍ رییس زبیر موتي ولا وايي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي جګې او ټیټې باید زموږ په سوداګریزو اړیکو ناسم او منفي اغیز ونه کړي.

موتي ولا زیاته کړه، چې د افغانستان او پاکستان هېوادونه باید اقتصاد له سیاست څخه جلا کړي، ځکه چې اقتصاد د دواړو هېوادونو په ګټه دی.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې د ریاست چارې د یونیم کال له پاره خان جان الکوزي ته سپارل شوې وې، چې اوسمهال د یونیم کال له پاره د دغې خونې رییس زبیر موتي ولا، ټاکل شوی دی.

خان جان الکوزی د ګډې سوداګرۍ خونې پخوانی رییس

الکوزی وايي، چې د افغانستان او پاکستان سوداګریزه راکړه او ورکړه په کال کې میلیاردونه ډالره وه، خو اوس په یو کال کې ۷۰۰ میلیونه ډالرو ته را کمه شوې ده.

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال مزمل شینواری وايي، چې افغان سوداګر د کراچۍ په بندر کې له زیاتو ستونزو سره مخ دي او زیاتوي، چې که دغه ستونزه حل نه شي افغان حکومت د کراچۍ بندر له پاره بدیل پیدا کړي.

له دې مخکې شینواري د اپټا تړونو د وخت پای ته رسېدو په اړه هم خبر ورکړی و او ویلي و، چې تر هغې به دغه سوداګریز تړون نېټه تمدید نه کړي، چې تر څو د پاکستان له خوا د افغان سوداګرو ستونزې حل شوې نه وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام