د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د ۹۵ لمریز مالي کال ملي بودیجه مشرانو جرګې ته وړاندې کړه.
د ۱۳۹۵ ل مالي کال له پاره شاوخوا ۴۶۱،۷ میلیارده افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې ده، چې ۲۸۳،۳ میلیارده یې عادي بودیجه او ۱۷۸،۵ یې پراختیايي بودیجه تشکیلوي.
حکیمي نن (نومبر ۸) مشرانو جرګې ته د راتلونکي نوي کال د بودیجې معرفي کولو پر مهال وویل، چې د ۱۳۹۵ مالي کال بودیجه د ۹۴ مالي کال د بودیجې په پرتله د کورنیو توليداتو په برخه کې شپږ سلنه زیاته شوې ده.
ویل کیږي، که امنیت ښه شي او دولت په بېلا بېلو اقتصادي برخو کې پانګه ونه وکړي؛ په ۱۳۹۴ ل کال کې د افغانستان اقتصادي پراختیا ۲،۶ سلنه وه او په ۹۵ کال کې به ۴،۴ سلنه ته لوړه شي.
د ۱۳۹۵ مالي کال کلنۍ بودیجه څه وخت وړاندې د ملي یووالي حکومت مشرانو ته وړاندې شوې وه، چې ولسمشر غني او اجرایه رییس له دغې بودیجې هر کلی وکړ او د بسیاینې او چټک پرمختګ په لاره کې یې ښه ګام وباله.





