کندوز کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي

په کندوز کې یوې امنیتي سرچینې سلام‌وطندار ته وویل، دوه امریکايي سرتېري نن په دغه ولایت کې د ناټو ځواکونو په ملاتړ د افغان ځانګړیو ځواکونو د عملیاتو پر مهال ووژل شول.

د سرچینې په وینا، په یادو عملیاتو کې چې له تېرې ورځې راهیسې د کندوز په «تلوکه» سیمه کې روان دي، یو بل امریکايي سرتېری ټپي شوی هم دی.

په همدې حال کې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو پوځ نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دوو امریکايي سرتېرو وژل کېدل منلي، خو د پېښې ځای په اړه یې معلومات نه‌دي ورکړي.

بله‌خوا په کندوز کې د کومانډو ځواکونو د لسم کنډک قوماندان محمدعلي احمدي سلام‌وطندار ته وویل چې د یادو عملیاتو پر مهال په تلوکه سیمه کې ۳۰ طالبان چې ۱۵ یې د سرې قطعې غړي دي، وژل شوي او یو شمېر نور هم ټپیان دي.

اړوند مطالب:

«خالد» پوځي عملیات؛ په نوروز کې به امنیتي وضعیت ښه وي

پوځي عملیات؛ د طالبانو پوځي مرکز، زندان او د وسلو زېرمتون ویجاړېدل

د احمدي په وینا، تر اوسه په یادو عملیاتو کې د طالبانو څو قرارګاوې له منځه تللي او اوس هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په تلوکه سیمه کې سخته جګړه روانه ده.

طالبانو تر اوسه د خپلو کسانو د وژل کېدو په اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

په افغانستان کې د تېرو اتلسو کلونو د جګړې پر مهال له ۲۴۰۰ نه ډېر امریکايي نظامیان وژل شوي دي.

اوس نږدې ۱۴ زره امریکايي ځواکونه د ناټو ماموریت په چوکاټ په افغانستان کې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام