طالبان: افغان دولت سره د اسیرانو تبادلې ته حاضر یو

وسله والو طالبانو په تازه خپرې شوې اعلامیې کې لیکلي دي، چې دوی د اسیرانو د تبادلې له پاره تازه یو کمېسیون جوړ کړی دی او دغه کمېسیون دنده لري، له افغان دولت سره د جنګي اسیرانو د تبادلې پر سر بحث وکړي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي دي، چې«د جنګي اسیرانو د ازادولو کمېسیون» دنده لري، د اسیرانو د ازادولو د څرنګوالي په اړه یوه اساسنامه جوړه کړي.

طالبانو ویلي دي، دوی به اسیران د موقف او جنګي شرایطو په اساس تبادله کړي.

وسله والو طالبانو ادعا کړې ده، چې د طالبانو سره د افغان دولت د اسیرانو د خلاصون له پاره هیڅ هڅه نه ده شوې او په دې برخه کې کوم پلان هم نه لري.

طالبانو د دولت د اسیرانو په اړه د ملي اردو هغو شاوخوا ۱۵ سرتېرو ته اشاره کړې ده، چې څو میاشتې مخکې په فاریاب ولایت کې د څرخي الوتکې له سقوط وروسته دوی ونیول.

دوی ویلي دي، چې څو ځلې یې د دغو سرتېرو د تبادلې له پاره چمتووالی ښودلی دی، خو دولت په دې برخه کې هیڅ ځواب ورته نه دی ورکړی.

طالبانو په اعلامیه کې هغه خبر رد کړی، چې دوی د قاري صلاح الدین؛ چې مخکې د طالبانو له خوا د فاریاب له پار د والي په توګه نومول شوی و، د ملي اردو له دغو سرتېرو سره یې تبادله کوي.

په ورته وخت کې د اجرایه ریاست ویاند جاوید فیصل سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې طالبانو حکومت ته دغه ډول وړاندیز نه دی کړی او هیڅ وسله والې ډلې د جنګي اسیرانو د تبادلې له پاره له حکومت سره خبرې نه دي کړي.

فیصل وايي، چې افغان حکومت د اسیرانو د تبادلې په اړه مخامخ خبرو اود یو بشپړ توافق غوښتونکي دي او د اسیرانو د خلاصون له پاره به له خپلو ټولو امنیتي ځواکونو استفاده وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام