
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین د ټرمپ ادارې چارواکو ته په امریکا کې د روسیې سفیر سره د خپلو اړیکو په اړه ناسم معلومات ورکړي وو، چې له امله یې استعفا ورکړه او د امریکا ولسمشر سم لاسي کټ کلاګ د ملي امنیت سلاکار په توګه معرفي کړ.
د راپورونو له مخې ۲۰۱۶ کال د سپټمبر میاشتې په ۲۹ نېټه د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما له دې هېواده د روسیې د ۳۵ ډیپلوماتانو او دوو اطلاعاتي ادارو د وتلو امر صادر کړ؛ خو په دې موده کې فلین په امریکا کې د روسیې سفیر سرګي کیسلیاک سره ۵ ټیلیفوني اړیکې نیولې وې.
فلین په لومړي سر کې مرستیال ولسمشر مایک پنس ته ویلي و، چې د روسیې له سفیر سیرګي کیسلیاک سره په څو ځل ټیلیفوني خبرو کې د دې بندیزونو په اړه خبرې نه دي کړي.
خو دغه موضوع هغه مهال جنجالي شوه، چې واشنګټن پوست تېره اوونۍ د امریکايي چارواکو له قوله د بندیز پرمهال د روسي سفیر سره د فلین تیلفوني اړیکو په اړه راپور خپور کړ.





