
تېره شپه ( چهارشنبه اګست ۱۰مه) د ناوې ولسوال اقا محمد تکړه پر خپلې ولسوالۍ د طالبانو د حاکمیت په اړه غږېده او ویل يې، چې طالبانو د یادې ولسوالۍ ودانۍ نیولي او یواځې د هلمند ناوې ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ ودانۍ له دوی سره دي.
د ناوې ولسوال اقا محمد تکړه، چې په یاده ولسوالۍ کې له افغان امنیتي ځواکونو سره سنګر په سنګر جنګېدلی سلام وطندار ته وویل، چې اوسمهال افغان امنیتي ځواکونو د ناوې ولسوالۍ زیاتې برخې بېرته نیولي دي.
نوموړي زیاته کړې، کله چې تېره شپه د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد، د کورنيو چارو ارشد معین ستر پاسوال عبدالرحمان رحمان او د هلمند والي حیات الله حیات له افغان له ځانګړو او نورو ځواکونو سره ورغلل، نو پر وینا يې اوس هلته امنیت کابو شوی دی.

د ولسوال پر خبره، هوايي ځواکونو هم پر دغې ولسوالۍ بمبارد کړی، چې له امله يې تر ۱۰۰ زیات وسله وال طالبان یې وژلي دي، خو هغه وايي، چې په دغه جګړه کې افغان ځواکونو ته هم زیان رسیدلی دی.
تکړه د افغان ځواکونو کره شمېرې په اړه څه و نه ویل.
د راپورونو له مخې اوسمهال په دغه ولسوالۍ کې کمانډو یا ځانګړي ځواکونه هم ور رسیدلي.
اخوا تېره شپه وسله والو طالبانو د لښکرګاه ښار د معلمینو سیمې ته داخل شوي او د قوماندان محمدخان په نوم يې د یوه پخواني قوماندان سر له تنه پرې کړی دی.
د هلمند ولایت د ۵۰۵ م بست زون قوماندان جنرال محمد حکیم انګار سلام وطندار ته وویل، چې دوی له تېرې ورځې راهیسې په دغه ولایت کې د امنیت د ښه کېدو په موخه یو لړ پلانونه پلي کړي، ترڅو د هلمند هغه ولسوالۍ، چې تر لوړ تهدید لاندې دی ژر خلاصې کړي.

انګار وايي، د نهر السراج لويې لارې د خلاصون په موخه يې هم پلانونه پلي کړي او شاوخوا ۲ زره سرتېري به دې ولایت کې د امنیت د ښه کېدو په موخه ځای پر ځای شي او هوايي او ځمکني عملیات به پېل کړي.
هلمند کې له تېرو څو اوونیو راهیسې جګړې زور اخیستی او د نورو ولایتونو په پرتله د افغان ځواکونو توجه هم دغه ولایت ته زیاته شوې ده.
پټه دې پاتې نه وي، چې د راپورونو پر بنسټ دا مهال وسله وال طالبان په ګرمسېر ولسوالۍ کې هم سختې جګړې کړې او زیاتې سیمې يې نيولي، چې تر دې دمه يې د پرمختګ مخه نه ده ډب شوې.





