
د کندوز د ولايتي شورا غړي او د روزګان امنيتي سرچينې د پوليسو او د ملي اردو د سرتېرو په ګډون په دې ولايتونو کې د يو شمېر امنيتي ځواکونو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د کندوز د ولايتي شورا غړی صفيالله امیري وايي، دشت ارچي ولسوالۍ کې نن سهار وختي طالبانو په ډلهييزه توګه د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.
اميري سلاموطندار ته وويل، په دې بريدونو کې تر اوسه د ملي او سيمهييزو پوليسو او د ملي اردو سرتېرو په ګډون ۱۳ امنيتي ځواکونه وژل شوي، ۷ ټپيان دي او ۳ نور ورک دي.
کندوز کې سيمهيیزه امنيتي سرچينه چې نه غواړي راپور کې يې نوم خپور شي سلاموطندار ته وايي، د مرګژوبلې شمېرو کې بدلون راځي او تر اوسه پورې له سيمې د يادو وژل شويو سرتېرو جسدونه نه دي راوړل شوي.
د ۱۱۷ پامير قول اردو مسوولانو په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه شول او طالبانو هم تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
بل پلو په روزګان کې د طالبانو له لوري ۱۲ پوليس وژل شوي دي.
روزګان کې يوه امنيتي سرچينه چې نه يې غوښتل راپور کې نوم ياد شي سلاموطندار ته وويل، د ياد ولايت په مرکز ترينکوټ کې تېره ورځ طالبانو د پوليسو پر دوه پوستو بريدونه کړي چې په پايله کې يې ۱۲ پوليس وژل شوي او ۸ نور تپيان دي.
عيني شاهدان وايي چې طالبانو د يادو پوستو تجهيزات له ځانه سره وړي دي. د روزګان امنيتي مسوولانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
طالبانو د يادو بريدونو مسووليت پر غاړه اخيستی دی.





