له سلو زیات افغان کډوال د پاکستان سرحدي پولیسو نیولي دي

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، هره ورځ له ۳ زرو زیات افغانان غواړي د پاکستان او ایران له لارې ځانونه اروپایي هیوادونو ته ورسوي، چې له هغوی څخه شاوخوا ۲ زره افغانان د ایران او پاکستان د پولیسو له خوا نیول کيږي.

د یاد وزارت ویاند اسلام الدین جرأت سلام وطندار ته وويل، چې په تیره یوه اونۍ کې له سلو زیات افغان کډوال په بلوچستان کې پاکستاني پولیسو نیولي او اوس هم بندیان دي.  

د امنیت نشتوالي، اوزګارتیا او بې وزلۍ له امله ډیری افغانان له قاچاقي لارو غواړي ځانونه اروپايي هېوادونو ته ورسوي، چې تر ټولو مشهورې لارې د ایران او پاکستان لارې دي. 

د جرأت پروینا، د ایران د غوښتنې له امله پاکستاني پوله ساتو ځواکونو خپلې ګزمې پیاوړې کړې دي.

د هغه پر خبره، په تیره یوه اونۍ کې له سلو زیات کډوال نیول شوي دي او په بند کې دي.

اسلام الدین زیاتوي:" دا چې د بلوچستان له پولې نیول شوي دي هغه پخواني کډوال نه دي" چې په پاکستان کې له ډېرو کلونو راهیسې اوسیدل، بلکې "دوی تازه غوښتل، چې له دغو پولو څخه ځان اروپایي هیوادونو ته ورسوي."

په دې اړه مو وغوښتل، چې په کابل کې د پاکستان سفارت نظر هم وپوښتو، خو له بیا بیا اړیکو سره سره هغوی ځواب ونه وایه.

د ځینو ورکړل شویو شمیرو پربنسټ له ۳ میلیونه زیات افغان کډوال په پاکستان کې میشت دي او تر نیمایي زیات د هغوی قانوني اسناد هم نه لري، نو ځکه خو افغان کډوال تل پاکستاني پولیسو له لوري ځورول کيږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام