
د چاپېریال ساتنې د نړیوال څار سازمان په خپور شوي راپور کې ویلي، چې ۲۰۱۵ کال د چاپېریال ساتنې فعالانو له پاره خونړی کال و؛ د خپور راپور پر بنسټ په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د چاپېریال ساتنې ۱۸۵ فعالان د نړۍ په ۱۶ هېوادونو کې وژل شوي دي.
د دې سازمان خبریالان وايي، چې د اټکل له مخې د وژل شویو شمېر له دې زیات دی، خو کره سرچینو او اسنادو د نشتوالي له مخې نه شوکولی، چې د وژل شویو کسانو کره شمېر وښیو.
د چاپېریال ساتنې د نړیوال څار سازمان رییس بیلي کېټي وايي، چې د چاپېریال ساتنې فعالان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې پرلپسې وژل کېږي؛ زیاتوي، چې هر اونۍ په برازیل او فلپین هېوادونو کې د دغو فعالانو درې تنه وژل کېږي.
نوموړي له حکومتونو وغوښتل، چې د دې وژنو مخنیو دې وکړي.
د دې سازمان په راپور کې راغلي دي، چې د طبیعي سرچینو د اړتیاوو زیاتوالی د دې لامل شوی، چې حکومتونه او خصوصي شرکتونه دغه سرچینې په غیرمعیاري ډول استخراج کړي، چې دغه کار د چاپېریال ساتنې کار سخت خنډ او ستونزې سره مخ کړی دی.
دغه سازمان زیاتوي، چې په برازیل هېواد کې ۸۰ سلنه لرګي په ناقانونه ډول یې راکړه او ورکړه کېږي، چې دغه شمېر د نړۍ ۲۵ سلنه د لرګیو اړتیا پوره کړې ده.
د چاپېریال ساتنې د نړیوال څار د مامورینو په خبره، انګلستان، امریکا، اروپا او چین د نړۍ تر ټولو مهم د لرګیو د راکړې ورکړې مرکزونه دي، چې د برایزل له هېواده ورته صادریږي.





