.jpg)
امریکا تېره ورځ د یوشمېر وسلو په ښودلو سره اعلان وکړ چې د اېران حکومت په دغو وسلو په یمن کې د حوثیانو او افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي.
د اېران په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي برایان هوک وویل، دغه نظامي تجهیزات چې هاوان او بېپېلوټه الوتکې پهکې دي، د یمن باري کښتیو او ځینې نور یې هم د سعودي عربستان د نظامیانو له لوري ترلاسه شوي دي.
د امریکايي چارواکیو په وینا، پر دغو وسلو او تجهیزاتو شته نښې او لیکل ښيي چې په اېران پورې اړه لري.
خو طالبانو نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هېڅ هېواد له لوري یې ملاتړ نه کېږي.
دغه ډله د امریکا دا ډول اقدامات «د افغانستان په جګړې کې د خپلې ماتې پټولو» لهپاره بولي.





