
د دفاعي او امنیتي بنسټونو په ګومارنې چارو کې د دولت وزیر امرالله صالح له خپلې دندې استعفا وکړه.
هغه خپله استعفا په خپل رسمي فیسبوکپاڼه کې اعلام کړې او ویلي يې دي، چې نور نه غواړي له دغه حکومت سره کار وکړي.
امرالله صالح د خپل استعفا د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو دا يې واضح کړی چې د امنیتي اسرارو په پام کې نیولو سره به په راتلونکي کې د خپلې استعفا د لامل په اړه جزیات له خلکو سره شریک کړي.

د دفاعي او امنیتي بنسټونو په ګومارنې چارو کې د دولت وزیر په خپله استعفا پاڼه کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د بریالیتوب غوښتنه کړې.
سلاموطندار د دغه راپور د تایید په موخه د امرالله صالح له نږدې سرچینې سره په اړیکه کې شوه او سرچینې هم د هغه استعفا تایید کړه، خو د نورو جزیاتو له ورکړې يې ډډه وکړه.
و موغوښتل په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم ترلاسه کړو، خو د بار بار اړیکو سره بریالي نهشو.
تر اوسه لا معلومه نه ده، چې د ولسمشر له لوري به د امرالله صالح استعفا منل کيږي او کنه.





