د استاد روهي لیکنې د اوسني او راتلونکي نسل په روزنه کې خورا ګتورې دي

د وتلي لیکوال او څیړونکي سرمحقق محمد صدیق روهي علمي د زوکړې اتیایمې کلیزي په ویاړ د پنجشنبې ورځ ( دمارچ ۱۲مه)  د خوست په شیخ زاید پوهنتون کې جوړشوي علمي سیمینار ګډونوالو د هغه ارواښاد علمي پانګه خورا ګټوره وبلله.

 په دغه سیمنار کې چې د علومو اکاډمي پوهانو، لیکوالو او وتلو فرهنګي شخصیتونو ګډون کړی و د استاد روهي د علمي لاس ته راوړنو پر بیلابیلو برخو رڼا واچول شوه. 

 سیمینار ته په فرهنګي چارو کې د ولسمشر سلاکار اسدالله غضنفر د ولسمشر محمد اشرف غني د پیغام له لوستلو وروسته وویل" د استاد روهي ليکنې او نثرونه ډېر واضح او د بشپړو معلوماتو درلودونکي دي او د اوسني او راتلونکي نسل په روزنه کې ډېر ګټور دي."

دغه راز، شاعر، ليکوال او د ننګرهار پوهنتون د ژبو ادبیاتو پوهنځي استاد لال پاچا ازمون د دغه ډول علمي سمینارونو جوړول د نوي نسل لپاره خورا اړین وبلل.

ازمون وویل، چې ځوانان له همداسې غونډو الهام اخلی او دهغوي استعدادونه روزل کيږي.

استاد محمد صدیق روهي په خپل ویاړمن ژوند کې ګټورعلمي کتابونه او بې شمیره څیړنیزې مقالې لیکلي او دغه راز، یې لسګونو علمي سیمینارونو ګې ګډون کړی وو چې د پښتو ژبې په بډاینه کې یې ارزښتناک رول لوبولی دی.  

استاد محمد صديق روهي د محمد حسين خان زوی په کال ١٣١٣ لمریز کال کې د خوست وﻻيت مرکز په حيدرخېلو سیمه کې نړۍ ته سترګې سپړلي او په ١۳۷۵م. کې يې د ورپېښې ناروغۍ له امله له د نړۍ سترګې پټې کړې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام