د سیاسي چارو شنونکي وايي، افغان پلاوی باید په دغه سفر کې پاکستاني حکومت ته د افغانستان حکومت د پيغام رسولو تر څنګ اخطار هم ورکړي.
د ټولنیز عدالت په نوم یو مدني بنسټ نن د (اګست په ۱۳مه) په کابل کې په یوه خبري غونډه کې هیله وکړه، چې پاکستان ته به د افغان پلاوي سفر مثبتې پایلې ولري.
د دغه مدني بنسټ مشر احمد ذکي وايي، که د افغانستان حکومت د پاکستان پر ضد خپل وروستی دریځ تعقیب کړي؛ پاکستان ته د افغان پلاوي سفر پایلې به هم ګټورې وي.
د ذکي په باور، که د ملي ګټو لپاره له پاکستان سره جدي چلند وکړو او د پاکستان ته سره کرښه وباسو؛ چې تر یوې ټاکلې نېټې زموږ غوښتنې ونه منل شي؛ موږ به خپلې اړیکې غوڅې کړو، ښايي مجبور شي او خپل دریځ اعلان کړي.
په همدې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني نن د آلمان خبري آژانس DPA ته ویلي دي، چې په دې سفر کې به افغان پلاوی یواځې د پاکستان له لومړی وزیر نواز شریف او سرتاج عزیز سره وګوري.
مستغني ویلي، چې افغان پلاوی به پاکستانی چارواکو ته په کابل کې د وروستیو بریدونو په اړه کره اسناد او شواهد هم وړاندې کړي.
ښاغلي مستغني زیاته کړې، چې د افغان پلاوي په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی او د ملي امنیت لوی رییس رحمت الله نیبل شامل دي.
بل پلو یو شمېر سیاسي او مدني فعالانو نن په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې د افغان پلاوي له سف رڅخه هیله مندی وښوده او یې ویل، دا ځل به په ډاګه شي، چې پاکستان له افغانستان سره د یو دوست ګاونډي هېواد په څير پاتې کېږي او که د پخواني دښمن په څېر مخ ته ځي.
په ورته وخت کې د حزب اسلامي د شوراګانو د اتحاد غړی قاضي محمد امین وقاد پاکستان د تللي پلاوي د پلاوي د سفر د پایلو په اړه وویل، چې
دا زموږ د وروستي پلاوي دنده ده، چې دوی د باور او نه بارو مسله وڅېړي او خپل راپور ولسمشر او ولس ته وړاندې کړي.
ښاغلی وقاد وايي، چې د چنګاښ په ۱۶ مه نېټه، چې د پاکستان په مري کې د سولې کومې خبرې شوې وې؛ امریکا او چین د افغانانو په مشرۍ د دې بهير ملاتړ وکړ.
همدا ډول په کابل کې له وروستیو خونړیو بریدونو وروسته د پاکستان پر وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني له وروستي تند غبرګون څخه هم امریکا او آلمان ملاتړ ښودلی دی.





