بلخ کې د اوسپنې پټلۍ پر کارکوونکو وسله‌وال برید

 

د بلخ امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د اوسپنې پټلۍ پر کارکوونکو وسله‌وال برید شوی دی. د دوی په وینا، دغه برید د حیرتانو په دوو لارو سیمه کې شوې ده.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل‌شاه عادل سلام‌وطندار ته ویلي چې په یاده پېښه کې د عامه ساتنې یو سرتېری وژل شوی او د اوسپنۍ پټلۍ یو کارکوونکی چې د ازبکستان و، ټپي شوی دی.

د عادل په وینا، پېښه نن سهار اووه بجې شوې او یو بریدګر هم په‌کې ټپي شوی دی.

د بلخ د پولیسو ویاند وايي، تر اوسه روښانه نه ده چې دغه برید کومې وسله‌والې ډلې کړی دی.

تر اوسه کوم چا یې ډلې هم د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام