.jpg)
د کابل ښار په ششدرک سیمه کې پر خبریالانو له برید یو میاشت تیریږي، خو د دغه برید وېره لاهم د یوشمېر خبریالانو پر څېره کې ښکاري.
ځېنې خبریالان وايي، له هغه برید وروسته د ځانمرګو بریدونو پوښښ لهپاره یې انګېزه کمه شوې او دا چې په دغو بریدونو قرباني نشي وېره لري.
په کابل کې ورځپاڼه لیکونکي طیب بصیر سلاموطندار سره په خبرو کې وویل، د ششدرک برید د خبریالانو په رواني حالت منفي اغېز کړی، خو دغه بریدونه نهشي کولی اطلاع رسولو کې د هغوی مخه ونیسي.
د ښاغلي بصیر په وینا، ترهګر په دغسې بریدونو غواړي د خبریالانو تر منځ وېره خپره کړي، ترڅو هغوی ونشي کولی، د ترهګرو غیرانساني کړنو ته پوښښ ورکړي.
په دې اړه خبریال عليرضا احمدي وايي، وېره د انسان په ذات کې نغښتې ده او هر څوک د خپل ځاني خونديتوب لهپاره وېره لري، خو دغه وېره نشي کولی د ټولنې پر وړاندې هغوی له خپلو ژمنو راوګرځوي.
.jpg)
ښاغلی احمدي زیاتوي، د ششدرک له برید وروسته هڅه کوي، د دغسې پېښو خبري پوښښ لهپاره سنجول شوی عمل وکړي.
له خپلواکه رسنیو د ملاتړ ادارې اجراییوي مشر مجیب خلوتګر وايي، په موردي ډول د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولې پېښې څېړل کېږي.
ښاغلی خلوتګر له خبریالانو غواړي، خپل ژوند ته لومړیتوب ورکړي او له محافظتي وسایلو پرته هېڅکله هم د تروریستي پېښو خبري پوښښ ته ورنشي.
د نی اجراییوي مشر زیاتوي، د امنیت شورا له لوري د خبریالانو او رسنیو امنیت او خوندیتوب مقررې په اړه کار جریان لري.
خو د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوري وايي، د خبریالانو خوندیتوب طرزالعمل یوکال وړاندې رامنځ ته شوی او د ولسمشرۍ ماڼۍ د دویم مرستیال سرور دانش تر ریاست لاندې ګډه کمېټه کې په اوونۍ او میاشت کې یو ځل د خبریالانو خوندیتوب په موضوع بحث کېږي.
د بېپولې خبریالانو سازمان یو ریپوټ کې ویلي، روان میلادي کال کې د رسنیو ازادۍ له نظره افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې ۱۱۸ ځای کې شتون لري.
همداراز د ملي یووالي حکومت په دوره کې شاوخوا ۱۵۰ رسنۍ بندې شوي او له ۱۳۸۰ کال څخه تراوسه پورې افغانستان کې له ۸۰ زیات خبریالان وژل شوي دي.





