د لاس ته راغلو معلوماتو پر بنسټ، د طالبانو هغه روزنیز مرکز، چې په تېرو ۱۳ کلونو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري منع کېده افغان امنيتي ځواکونو د يو لړ پوځي عملياتو په ترڅ کې له منځه وړی.
د لوګر پوځي چارواکي وایي، چې پخواني ولسمشرحامد کرزي له لوري د کابل ترڅنګ لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ کې د "زرغونښار" په نوم د وسله والو طالبانو ستر روزنیز مرکز د پخواني ولسمشر حامد کرزي په امر ۱۳ کاله پټ ساتل شوی و.
د لوګر امنیه قوماندان مل پاسوال محمد داود احمدي سلام وطندار ته وویل، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د لوګر ولایت ټولو امنیتي قواوو ته د ناڅرګند دلیل له کبله امر کړی و، چې د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په زرغونښار سیمه کې د طالبانو پر ستر مرکز پوځي عملیات ونه کړي او د تېرو ۱۳ کلونو په ترڅ کې د طالبانو دغه مرکز دومره قوي شوی و، چې د لوګرسربېره د کابل ښار امنیت يې هم له ګواښ سره مخ کړی و.
د احمدي په وينا، زرغونښار پلازمینې کابل ته څېرمه د طالبانو یو له خطرناکو مرکزونو بلل کيږي، چې په دغه مرکز کې ځانمرګي بریدګر، ماین جوړونه، وسله وال بریدونه او د طالبانو د جلب او جذب پروسه روانه وه.
د لوګر امنیه قوماندان وایي، د ولسمشر اشرف غني په امر یې د طالبانو په دغه روزنیز مرکز پراخ تصفیوي عملیات وکړل، چې په ترڅ کې يې ۲۷ وسله وال ووژل شول او ۳۵ نور ټپیان شول.
هغه وایې، چې په دغو عملیاتو کې د ځانمرګو موټر بم بریدونو ۸موټرونه لسګونه میله سپکې او درنې وسلې او ګڼ شمیر مشکوک کسان نیول شوي دي.
د نوموړي په خبره، پخواني ولسمشر د دغه ولایت بېلا بېلو امنیتي ارګانونو په ځانګړي توګه ۳۰۳ قطعي ته یې په لیکلي بڼه ویلي، چې په زرغونښار سیمه به عملیات نه کوي.
دغه چارواکي نه دي ویلي، چې د کومو دلایلو له مخې کرزي په دې مرکز له عملیاتو مخينوی کاوه.
په دې اړه د ملي امنیت ویاند عبدالحسیب صدیقي وویل، چې د وظیفوي تداخل له امله له رسنيو سره په دې اړه جزیات نه شي شریکولی.
خو اوس په دغه مرکز د تازه عملياتو سره دا پوښتنې پېدا کيږي، چې ایا دغه عمليات د ولسمشر اشرف غني په امر شوي دي ؟
د دې پوښتنې په ځواب کې د ولسمشر د ویاند مرستیال سېد ظفر هاشمي سلام وطندار ته وویل، په هېواد کې ټول هغه پوځي عمليات، چې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا ترسره کيږي د ولسمشر محمد اشرف غني او د امنیت شورا سره په همغږۍ ترسره کيږي.
هغه په دې اړه د نورو جزياتو له ورکړې ډډه کړې.
له بل لوري د کورنيو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب الله دانش د موضوع د حساسیت له کبله له سلام وطندار څخه په دې اړه د جزیاتو ورکولو په باب وخت وغوښت؛ له ټاکلي وخت وروسته مو په بار بار وغوښت، چې د دوی نظر هم ترلاسه کړو، خو د مکرورو تماسونو سره سره هم بریالي نه شو.
اخوا د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي هم د موضوع له اورېدو وروسته له سلام وطندار سره خپله ټېلفوني اړيکه پرې کړه.
د محمداغې ولسوالۍ د زرغونښار د سیمې اوسیدونکي بیا وایي، چې هره ورځ په دغه سیمه کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې کیږي، خو تراوسه پورې په تېرو ۱۳ کلونو کې داسې عملیات نه وه ترسره شوي.
دوی له افغان حکومت څخه غواړي، چې وروسته له عملياتو باید د سيمې د ساتلو له پاره امنيتي پوستې جوړې کړي.
خود وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې په زرغونښار سیمه کې د دوی یواځې ۴ ملګري وژل شوي او ادعا کوي، چې په یوه نښته کې د ملي اردو ۴ ټانکونه له منځه وړي او ۱۲ سرتېري يې وژلي دي.
زرغونښار پلازمینې کابل ته ۳۵ کیلومټر کې پرته سیمه ده، چې په کې شاوخوا ۵ زره کورنۍ ژوند کاوه، خو د وروستيو نښتو او ناامنیو له کبله په دغه سيمه کې اوسمهال شاخوا درې ۳ زره اوسېدونکي ژوند کوي او نور ټول يې له سيمې څخه ګډه کولو ته اړ شوي دي.
یاده دې وي، چې په دې اړه مو د کرزي ته نژدې اشخاصو نظر هم واخلو خو په ډېرو هڅو سره بريالي نه شو.





