د اختر شپو او ورځو کې ترافیکي پېښو ۳ تنه وژلي او ۲۷۳ ټپیان کړي

د اختر په شپو او ورځو کې په هرات او کندهار ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ۳ تنه وژل شوي دي او له ۲۷۳ تنو زیات ټپیان شوي دي.

د هرات حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شیرزي سلام وطندار ته وویل، چې د اختر په شپو او ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله په دې ولایت ۲ تنه وژل شوي او ۱۶۹ نور ټپیان شوي دي.

شیرزی وايي، په دې ولایت کې د سږکال له پيله تراوسه د ترافیکي پېښو له امله ۱۵ تنه وژل شوي دي او له ۱۰۰۰ زیات کسان په کې ټپيان شوي دي.

د هرات حوزوي روغتون د مسوولینو په خبره، د اختر شپو او ورځو کې په واټونو کې د نښتو له امله ۶۵ تنه ټپي شوي ځوانان او کمکي ځوانان روغتون ته د درملنې له‌پاره وروړل شوي دي.

دغه راز د کندهار ولایت حوزوي روغتون سرطبیب داکټر محمد قاسم وايي، د اختر پرمهال د ترافیکي پېښو له کبله یو کس وژل شوي او ۱۰۴ تنه ټپیان شوي دي.

د ډاکټر محمد قاسم په وینا، روغتون ته د وروړل شویو کسانو له ډلې ۴۲ تنه ماشومان، ۷ مېرمنې او ۵۶ نارینه دي، چې له دې شمېره د ۱۲ تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

زیاتره دغه پېښې په کندهار ښار او ولسوالیو کې د موټر سایکل چلولو له کبله رامنځته شوي دي.

ډاکټر قاسم چټک تګ او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول د دې پېښو اصلي لامل بولي.

د کندهار یو شمېر اوسېدونکي د دې ولایت د ترافیکو له مدیریته غواړي، چې له ۱۸ کلونو کم عمره او هغو کسانو ته د موټر چلولو اجازه ورنه کړي، چې لېسنس نه لري.

د کندهار ولایت د ترافیکو مدیر محمد الله خان له کورنیو غواړي، خپل اولادونو ته چې له ۱۸ کلونو کم عمره دي او یا هم لېسنس نه لري د موټر چلولو اجازه ورنه کړي.

د دې ولایت د ترافیکو مسوولین وايي، د لېسنس نه لرونکو او له ۱۸ کلونو د کم عمره کسانو د موټر چلولو مخنیوی له امله د تېر کال په پرتله سږ کال په دې ولایت کې د ترافیکي پېښو ګراف راټیټ شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام