د دشت ارچي امنیې قوماندان د بچه‌بازۍ له امله ګوښه شو

شاه میرزا د دشت ارچي پخوانی امنیه قوماندان د خپرې شوې ویډیو په یوه برخه کې

د کندوز ولایت امنیې قوماندانۍ وايي، چې د دشت ارچي ولسوالۍ امنیه قوماندان شاه میرزا له دندې لرې شوی او د کورنیو چارو وزارت له خوا کابل ته ورغوښتل شوی دی.

د دې ولایت امنیې قوماندان عبدالحمید حمیدي سلام وطندار ته وویل، هغه مهال شاه میرزا له دندې ګوښه شو، چې په ټولنیزو رسنیو کې د بچه‌بازۍ ویډیو خپره شوه.

د حمیدي په خبره، امنیې قوماندانۍ له دې مخکې هم پلان درلود، چې شاه میرزا د نه وړتیا له امله تبدیل کړي، خو په ټولنیزو رسنیو کې د بچه‌بازۍ محفل ویډیو یې د ګوښه کېدول لامل شوه.

د کندوز امنیه قوماندان وايي، تراوسه یې دشت ارچي ته نوی امنیې قوماندان ورمعرفي کړی نه دی.

د کندوز ځايي چارواکو پر وینا، ټولنیزو رسنیو کې د بچه‌بازۍ په خپرې شوې ویډیو کې له ورایه ښکاري، چې شاه میرزا دغه محفل کې ګډون لري او ناست هنرمندان د ده، په نوم سندرې وايي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام