
د ملکي وګړیو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله (CPAG) وايي چې په تېرې مې میاشت کې چې روژه هم پهکې وه، د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د ملکي وګړیو د مرګژوبلې پېښې ډېرې شوې دي.
یادې ډلې په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې په مې میاشت کې ۵۲۹ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې چې دا شمېره د مارچ میاشتې نږدې دوه برابره جوړوي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې مرګژوبله کې ۱۸۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴۰ نور ټپیان دي چې تر ټولو ډېره مرګژوبله په وار سره په کابل، ننګرهار، هرات، غزني او هلمند ولایتونو کې اوښتې ده.
د (CPAG) د معلوماتو له مخې، د تېرو میاشتو په پرتله په دغه میاشت کې ماشومانو ته تر ټولو ډېره مرګژوبله اوښتې چې ۳۴ ماشومان پهکې وژل شوي او ۳۸ نور ټپيان دي.
دا ډله وايي، تېره میاشت د ۱۴ مېرمنو د وژل کېدو او ۱۱ د ټپي کېدو پيښې هم ثبت شوې وې چې دا شمېره هم د تېرې میاشتې په پرته لوړه شوې ده.
د ملکي وګړیو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله زیاتوي چې ملکي وګړیو ته ډېره مرګژوبله د ماین چاودنو، ځانمرګو بریدونو او هدفي وژنو له امله رسېدلې ده.
- د کابل ښار په چاودنه کې ۴ کسان وژل شوي او ۳ ټپیان دي
- د قنبر څلورلارې په برید کې ۶ کسان وژل شوي او ۱۶ ټپیان دي

یاده ډله وايي، که څه هم تمه کېده چې په روژه کې به د جګړې ښکېلې خواوې د جګړو شدت کم کړي، خو د ولس د تمې خلاف جګړو زور واخیست چې له بده مرغه د ملکي مرګژوبلې کچه هم پهکې د پام وړ لوړه شوه.
د ملکي وګړیو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې په جنګ کې د ملکي وګړیو ژوند ته پام وکړي او په هېواد کې دې انساني غمیزې ته د پای ټکی کېږدي.
دغه ډله همدا ډول له ملګرو ملتونو، بشري حقونو او نورو نړیوالو بشردوستانه بنسټونو غوښتنه کوي چې په جګړه کې پر ښکېلو خواوو خپل فشارونه ډېر کړي چې د ملکي مرګژوبلې کچه را کمه شي. دا ډله له افغاني او نړیوالو رسنیو نه هم غواړي چې د ملکي مرګژوبلې د مخنیوي په برخه کې خپلې هلې ځلې چټکې او دې برخه کې د مستندو پېښو خپراوی له پامه ونه غورځوي.





