هلمند ولایت کې نن لسګونو دیني عالمانو د یوې غونډې پرمهال د افغان ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړ.
دیني عالم مولوي مهردل او مولانا د هلمند ټولو دیني عالمانو په استازیتوب خبرې وکړې.
دغو علمانو وویل، افغان ملي امنیتي ځواکونه په دیني روحیه سمبال دي او د وطن ساتنې او وطن سره د مینې په موخه له پردیو سره جګړه کوي.
مولوي مهردل وویل، دغه جګړه مار د پردیو په لمسون راپورته شوي دي او امنیتي ځواکونه په حقه دي.
نوموړي زیاته کړه، د خپل ایماني، اسلامي او وجداني مسولیت له مخې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوو او په اسلام کې د وطن ساتنې اصل له مخې به امنیتي ځواکونو سره په سنګرونو کې اوږه په اوږه د وطن دفاع وکړو.
دغه دیني عالمان وايي، چې د هلمند ولایت په کلیو او بانډو کې به ټول هلمند مېشتو ته د خپل دیني رسالت پر بنسټ دغه خبره ورسو، چې د ملي امنیتي ځواکونو په ملاتړ ودریږي.
نوموړو عالمانو دې غونډې ته وویل، چې "الله ج په خپل کلام قران کریم کې فرمايي، د خپل اسلامي حکومت ننګه وکړئ؛ موږ د غه ایماني وجیبه منو او د خپل اسلامي حکومت ملاتړ کوو".
په هلمند کې دعالمانو شورا مشر مولوي خدای نظر وایي، دیني عالمان د امنیتي ځواکونو تر شا ولاړ دي او له امنیتي ځواکونو وغوښتل د جګړې پر وخت دې دبېګناه وګړیو ژوند ته پاملرنه وکړي.
د عالمانو شورا مشر وايي، اوس د دې وخت را رسېدلی، چې د خپلو ځواکونو سره څنګ په څنګ ودریږو او نور چاته د دې اجازه ور نه کړو دین او سلام نه په استفادې دغه جګړه مخې ته یوسي.
خدای نظر وویل، "د خاورې په دفاع کې د افغان امنیتي ځواکونو یو څاڅکی وینه تویدل او سرښندنه شهادت دی او دوی لومړۍ درجه شهیدان دي".





