
دا وخت وسلهوال طالبان د تخار دښتکلا ولسوالۍ کې په ۹۰سلنه خاوره کنټرول لري او امنیتي ځواکونه یوازې د دې ولسوالۍ په مرکز کې فعال دي.
طالبانو تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې یو لړ قواعد وضع کړي او د امنیتي ځواکونو کورنیو ته یې ګواښ کړی چې اولادونه یې باید د امنیتي ځواکونو لیکو څخه ووځي.
دې وروستیو ورځو کې د دښتکلا ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکیو ـ چې د امنیتي ځواکونو لیکو کې یې دنده لرله ـ خپلې دندې خوشې کړېدي.
دغه سرتېري ـ چې نه غواړي نومونه یې واخیستل شي ـ وايي، کورنیو ته یې د طالبانو له لوري د ګواښونو له امله وسله پر ځمکه اېښې او خپلې دندې یې خوشې کړېدي.
تخار کې یوه معتبره سرچینه هم سلاموطندار ته وايي، وروستۍ یوې میاشتې کې ۱۶ پولیسو او ۳۰ محلي پولیسو خپلې دندې پرېښې دي.
د تخار د پولیسو جلبوجذب قومانداني هم تاییدوي چې ډېر شمېر سرتېري د امنیتي ځواکونو له لیکو وتلي دي.

خو دښتکلا ولسوالۍ کې د محلي پولیسو قوماندان وکیل خاناغا وايي، کومو سرتېرو چې خپلې دندې خوشې کړېوې؛ بېرته ور ګرځېدلي دي.
د تخار پولیسو قوماندان عبدالرحمان اقتاش هم وايي، افغان سرتېري د اختر رخصتیو کې کور ته تللي دي. د ښاغلي اقتاش په خبره، د دوی سرتېرو دندې نهدي پرېښي او ټول تشکیل یې پوره دی.
دې سره، په ایخانم بندر کې د سرحدي ځواکونو ۷۰ کسیزې ډلې، دغه بندر خوشې کړی او د تخار مرکز تالقانو ښار کې مېشت شويدي.
د دښتکلا ولسوالۍ سرحدي کمیسارۍ کې یوه سرچینه وايي، ایخانم کې د سرحدي ځواکونو له ۷۰ کسیزې ډلې ۲۰ کسان یې خپلو دندو کې دي.
د سرحدي کمیسارۍ مسوولانو پهدې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
طالبانو تېره یوه میاشت کې څو ځله د دښتکلا ولسوالۍ په سرحدي کمیسارۍ برید وکړ چې یو شمېر افغان ځواکونو ته یې مرګژوبله واړهوله او د کمیسارۍ ټولو تجهیزاتو ته یې اور ورته کړ.





