د لوګر د پوهنې چارواکي وایي، چې نن ماسپيښین ناپيژانده وسله والو د مرکز پل علم اړوند د پورک په سیمه کې د محمداغې ولسوالۍ د ښوونکو معاش لټولي.
د لوګر د پوهنې مرستیال محمد صادق ستانکزي سلام وطندار ته وویل، د محمداغې د پوهنې مدیریت اړوند پنځه کارکوونکو غوښتل، چې د دغې ولسوالۍ د ښوونکو معاشونه ولیږدوي، خو د کابل ګردیز د لويې لارې په اوږدو د پورک په سیمه کې لوټل شوي دي.
ستانکزی وایې، په دغه پېښه کې د پوهنې یو تن وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.
بل لورته د لوګر د امنیه قوماندانۍ مرستیال محمد ورا اندرابي سلام وطندار ته وویل، په پیښه کې د محمداغې ولسوالۍ د سفیدسنګ د لېسې مدیر دلاور خان هم وژل شوی دی.
ورا وایي، ددې پېښې په اړه د لوګر پولیس پلټنه کوي.
خو دلوګر ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب سلام وطندار ته وویل، چې نږدې لس ميليونه یعنی (۹ میليونه ۷ لکه ۳۳ زره او ۸۰۰ ) افغانۍ، چې د ۱۰۲۵ استادانو معاشونه پرې کېدل د نا پېژاندو وسله والو له لوري لوټل شوي دي.
د ويلو ده، چې شاوخوا یو کال وړاندې هم ورته پېښه د ننګرهار په هسکې مينې ولسوالۍ کې شوې وه.
هغه مهال راپور خپور شو، چې د ننګرهار په هسکې مينې ولسوالۍ کې د یو شمېر ښوونځیو د ښوونکو معاش، چې دې ولسوالۍ ته انتقالیده د وسله والو له خوا په لاره کې لوټل شوي دي.
د ننګرهار د ریاست ویاند محمد اصف شینواري رسنیو ته ویلي وو، چې دغه معاش، شاوخوا نهه لکه افغانۍ کیدې او د دې ولسوالۍ د مریض کنډاو په سیمه کې وسله والو له تحویل داره وړي او د بیرته ترلاسه کولو په خاطر ټولې هڅې له ناکامې سره مخ شوي وو.





