وسله‌والو لغمان کې د برېښنا شرکت ۱۴ کارکوونکي برمته کړي

حکومتي سرچینې وايي، د سه‌شنبې په مازیګر د لغمان ولایت بادپښ ولسوالۍ کې د ختیځې حوزې برېښنا شرکت ۱۴ کارکوونکي وسله‌والو داسې مهال برمته کړي چې یادې سیمې ته د برېښنا مزو په تړلو پسې تللي وو.

څه کم دوې اوونۍ کېږي چې ننګرهار او لغمان ته د نغلو ورغلې برېښنا د لغمان په بادپښ کې پرې شوې‌ده.

یوې سرچینې د نوم او غږ نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، برمته شويو څوارلسو کسانو کې انجینیران، فني کارګر او موټرچلوونکي شامل دي.

د لغمان چارواکي وايي، هڅه کوي چې برمته شوي کسان ژر تر ژره د وسله‌والو له منګولو وژغوري.

وړمه ورځ د لغمان ولایت رسنیز دفتر یوې خبرپاڼه کې ویلي وو چې د بادپښ سیمې خلکو سره د برېښنا د وصل په اړه تفاهم ته نه‌دي رسېدلي او دوی به پرې نظامي عملیات وکړي.

د سه‌شنبې په مازیګر د یاد ولایت ویاند اسدالله دولتزي خبر ورکړ چې بادپښ کې یې له ځايي خلکو سره ستونزه حل کړي او ژر به برېښنا وصل شي؛ خو د برېښنا ډلې رسېدو سره سم ورغلی ټیم د وسله‌والو له لوري برمته شو.

تر اوسه طالبانو یا کومې بلې ډلې په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي وو چې بادپښ کې ځايي وسله‌وال له حکومته د برېښنا د وصل په بدل کې پیسې غواړي؛ خو حکومتي سرچینو په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د دې برېښنا د پرې کېدو له امله د ولسي وګړیو تر څنګ ننګرهار کې لسګونه صنعتي فابریکې هم په ټپه ولاړې دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام